جمهوريت د انسانيت پر خلاف يوه باطله نظريه!!

څارګر احمدزی
جمهوريت چې په اروپا کې رامنځته شوی نظام دی، په دې نظام کې هر څه د خپلې خوښې په خاطر تر سره کېږي او هر څه چې کوي نو په خپله شخصي رائيه يې تر سره کوي.
د جمهوريت تر ټولو لوی اصل انتخابات او ټاکنې دي چې د ټاکنو په ترڅ کې يې رئيس جمهور ټاکل کېږي. دغه جمهور رئيس د رأيو د اکثريت پر بنياد ټاکل کېږي او جمهور رئيس بيا له بريالي کېدو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د خپل عهد د ترسره کېدلو لپاره لوړه کوي.
د غربي پوهانو په وينا د جمهوريت بنياد او نظريه لا له ميلاد څخه سوونه کاله مخکې موجوده وه، او د هغه وخت د مشهورې سيمې (يونان) پوهانو او لوستو خلکو پر ډيموکراسۍ باور درلودلو او د ډيموکراسۍ د ترويج لپاره يې بيا د يوه ډول نظام بنسټ کېښود چې جمهوريت يې وباله. چې وروسته ورته نورو غربي پوهانو رشد او پرمختګ ورکړ او دغه نظريه يې اوس نږدې په ټوله نړۍ باندې تحميل کړې ده.
جمهوريت چې د يوه نظام تر څنګ يو دين او عقيده هم ده، خو غربي پوهانو ورته د نظام حيثيت او نوم ورکړی دی، خو د څو شواهدو له مخې دغه نظام يو ځانګړی دين او عقيده هم ده..
کله چې په جمهوري نظام کې يو څوک په دفتر کې پر دنده ګومارل کېږي نو هغه بايد خپل جسم د دفتر د قوانينو اړوند جوړ کړي، تر څو په دفتر کې ښه رول ولوبولی شي.
دغه شان د جمهوریت پلويان اکثره د فردپالنې د عقيدې او نظريې خاوندان دي، چې همدا حال د ډيموکراتانو هم دی. تر ټولو غوره بېلګه يې زمونږ د هېواد ولسمشر غني دی چې په خوله هم شعار ورکوي چې جمهوریت ورته سره کرښه ده او د هومانيزم يا فرد پالنې لپاره يې دليل خپلې هغه خبرې دي چې په بار بار يې په امنيتي کنفرانسونو کې کوي چې زمونږ د امنيتي سرتېرو د قربانيو له برکته دا دی په نيويارک او واشنګټن باندې حمله نه ده شوې!!
جمهوريت له دې امله د يوه دين حيثيت لري چې کله هم چې په دغه نظام کې قوانين جوړېږي نو ټولې مادې يې د انساني ذهن زېږنده ده او د دې مادو په سر کې يې دا ماده ذکر کوي چې په هغه هېواد کې چې جمهوري نظام پکې شتون لري، هېودوال او ټول نظام يې دې ته ژمن دی چې هرڅوک د عقيدې او بيان ازادي بايد ولري.
جمهوريت ځکه يوه باطله نظريه او عقيده چې اکثره که په نړۍ کې وګورو نو د اسلام سپکاوی په جمهوري نظامونو کې پيل شوی دی، او دغه شان په جمهوري نظامونو کې تل د اسلامي عقيدې يا هم د الهي قوانينو توهين کېږي.
همداشان په جمهوري نظام کې فرد پالنه په دې معنی هم کارول کېږي چې د هر چا خپل بدن د هغه په واک کې دی که هر ډول يې استعمالوي هماغه ډول يې استعمالولی شي.
چې غوره بېلګه يې دا ده چې په هر هېواد کې چې جمهوريت پکې وي که اسلامي وي يا غير اسلامي؛ خو دوخت په تېرېدلو سره پکې عياشي زياتېږي. يعنې دا ځکه چې يو پر کار نه سره لري بلکې د هر چا خپل شخصي بدن دی چې هر څه پرې کوي، ازاد دی.
همداشان په جمهوریت کې د اقتصاد جوړونې لپاره يا هم د سرمايې د پيداکولو لپاره کوم مشخص معيار نشته، بلکې که وغواړي چې سرمايه پيدا کړي، کولی شي له هرې لارې ګټه واخلي يعنې که زنا وي، يا غلا، يا شراب خرڅول وي، يا هم د انسانيت په تاوان يو بل څه. مقصد د اقتصاد د جوړولو او سرمايې د موندلو لپاره معيار نشته.
د دې تر څنګ په جمهوريت کې هېڅکله هم مجرم د الله ج مجرم نه دی بلکې که په لنډه ډول ووايو چې په جمهوريت کې زاني مجرم نه دی، بلکې مجرم هغه څوک دی چې د زنا په خلاف يې غږ پورته کړی وي، شراب خرڅوونکی مجرم نه دی بلکې شراب منع کوونکی مجرم دی، رشوت اخيستونکی او ورکوونکی مجرم نه دی بلکې رشوت منع کوونکی مجرم دی.
نو په پای کې وايو چې جمهوري نظام د مسلمانانو لپاره پوره تاوان دی، نو بايد په خلاف يې لاس پر کار شي.



