صابرجان محصل
شپه د ژمي ده باران دی ترږمۍ ده
یو څاروان په صحرا سر یوه یې شپېلۍ ده
مېږې وږې واوره اوري د لېوانو خطرهم شته
خس لانده دي څراغ نشته د شپون دغه زندګۍ ده
هر مسؤل په مسؤلیت کې ګرفتار دی
غم دې نه کوي هغه چې یو یې سر یوه یې خولۍ ده
سلیمان او سکندر به په جهان بیا پیدا نکړي
اوس حاکمه پر نړۍ دیمو کراسۍ ده
د صلیب د بچو وار دی واک یې خپور په ټول جهان دی
مقابلې ته یې راوتلی سپین بیرغ سپینه پګړۍ ده
د افغان ګوزار خوړلې د زوال وخت يې راغلی
اوس خوشحاله شه. صابره. راچپه سپینه ماڼۍ ده
















