کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۴ تله ، ۱۳۹۸ل)
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د دوو غړو له قوله دمذاکراتو دبیا ځل له پیلېدو خبر ورکړی دی.
ټایمز لیکي، اسلام اباد کې یې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره لیدنه غیر رسمي وه او په خبره یې تمه ده ژر له امریکا سره د سولې خبرې بیا پیل شي.
په ورته وخت کې ځینې پاکستاني رسنۍ وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له بیا پیل سره هم، ښایي طالبان پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړي.
پاکستانۍ رسنۍ وایي، طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زړه نه دی ښه کړی او د سولې تر تړون مخکې اوربند سره هم مخالفت کوي.
راپورونه وایي ښایي طالبان بیا هم له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار وکړي.
دیادونې وړ ده چې له دې لیدنې وروسته نن ددوو پخوانیو والیانو په ګډون ۱۱ تنه لوړ پوړي طالب مشران له باګرام زندان څخه ازاد شول، دا اقدام دسولې مقدماتي هڅې بلل کیږي.


















