له کوم کس نه چې کومه ګناه وکړى شي هغه ته پکار دي چې دوه رکعته لمونځ وکړي او د همدغې ګناه د معاف کولو لپاره الله تعالى ته سوال وکړي (طحطاوي، شامي او وغيره)
حضرت ابو بکر صديق = له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کړى چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : له کوم مسلمان نه چې کومه ګناه وکړى شي او له هغې وروسته سمدستي طهارت (اودس) وکړي او دوه رکعته لمونځ وکړي، بيا له الله تعالى څخه بخښنه وغواړي نو الله تعالى هغه ته ګناهونه بخښي، بيا نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سند په توګه د دغه آيت کريمه تلاوت وکړ )والذين اذا فعلوا فاحشة او ظلموا انفسهم ذکروالله فاستغفروا لذنوبهم … الاية( د دغه آيت کريمه مطلب دا دى کله چې کوم کس په کومه ګناه کې مبتلاء شي بيا د الله تعالى ذکر وکړي او د خپلې ګناه معافي وغواړي نو الله تعالى هغه ته بخښنه کوي، چونکه لمونځ هم د الله تعالى يو عمده ذکر دى نو ځکه دغه لمونځ له دغه آيت کريمه څخه معلوميژي ([1]).
د قتل لمونځ
کله چې کوم مسلمان وژل کيژي نو هغه ته مستحب دي چې دوه رکعته لمونځ وکړي او د خپلو ګناهونو د مغفرت سوال له الله تعالى څخه وکړي، تر څو دغه لمونځ او استغفار په دنيا کې د هغه اخيرنى عمل پاتې شي (طحطاوي، مراقي الفلاح او وغيره).
يو ځل نبي کريم صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه يو شمير قاريان د قرآنکريم د تعليم لپاره چيرته ليژلي وو، په نيمايي لار کې د مکه کفارو هغوى ونيول، له حضرت خبيب = پرته نور ټول يې هملته ووژل (شهيدان) يې کړل، حضرت خبيب = يې مکه ته له ځان سره ويوړ او هلته يې په ډير سخت تکليف سره شهيد کړ، کوم وخت يې چې هغه = شهيد کولو نو هغه = له خلکو څخه اجازه وغوښته او دوه رکعته لمونځ يې وکړ، له هماغه وخت څخه دغه لمونځ مستحب شوى دى ([2]).
د استسقاء لمانځه لپاره په کوم وخت کې وتل پکار دي
پوښتنه : باران ته ضرورت دى، مګر په خلکو کې کوم ځانګړى تکليف نه محسوسيژي، نو په داسې حالت کې د استسقاء لمانځه لپاره وتل پکار دي او که نه؟.
ځواب : په معمولي حالاتو له لمانځه وروسته او د جمعې په خطبه کې په دعا کولو باندې اکتفاء وکړى شي، که چيرته د ځناورانو لپاره تنده وي، فصلونه خرابيژي او په خلکو کې پريشاني خپره وي او باران ته ډير سخت ضرورت وي نو بيا وتل پکار دي، د زړه له اخلاصه دې دعا وکړى شي او له سترګو دې اوښکې توى کړى شي، او په ژړا ژړا کې دې دعا وکړى شي تر څو چې د رحمت درياب په جوش راشي او خلک بامراد را واپس شي، دا خبرې په معمولي حالاتو کې نه پيدا کيژي، تر ډيره حده ممکنه دى چې خلک نامراد را واپس شي، د کوم له امله چې بيا د استسقاء قدر او منزلت له زړونو څخه ووځي يا کميژي او غيره خلکو ته د خندا موقع په لاس ورځي.
مثنوي شريف د يوه صوفي شيخ احمد کيسه ليکلې چې هغه به قرض کولو په مريدانو او ميلمنو به يې خوراکونه کول، د هغه په ذمه ډير زيات قرضونه شول، ناروغه شو او له صحت پيدا کولو څخه مايوسه شو او د قرضدارانو غوښتنې شروع شوې، يوه ورځ ټول قرضداران په يوه وخت را ورسيدل او ټول سره يو ځاى وو چې يوه هلک د حلوا خرڅولو آواز وکړ او د باندې تيريدلو، شيخ احمد هغه را وغوښت، ټوله حلوا يې ځينې واخيسته او حاضرو خلکو ته يې ورکړه، هلک د حلوا قيمت وغوښت نو ورته وويل چې ته هم له خلکو سره کينه، کله چې هغوى ته ورکول کيژي نو تا ته به هم درکړى شي، هلک په ژړا پيل وکړ چې کور ته به خالي لاس ولاړ شي او مور پلار به يې ووهي، حاضر خلک ډير سخت ناراضه شول چې شيخ دا څه ډول حرکت وکړ چې په ناحقه يې د هلک زړه غمجن کړ، شيخ چوپ وو، ګوا که څه ته يې انتظار کولو، د شيخ دغه انتظار ډير ژر په دې توګع ختم شو چې يو کس حاضر شو او ډيرې زياتې روپۍ يې د هديه په توګه ورکړې، شيخ سمدستي د ټولو قرضدارانو قرض اداء کړ، دا د شيخ کرامت وو، مګر ډير عجيبه وو، کوم چې د شيخ له عمل سره هيڅ ډول تعلق نه درلود، په دې وخت کې يوه خادم عرض وکړ : حضرت ! دا څه څبره وه؟ ستاسو په ذمه دومره قرض وه، د قرضدارانو غوښتنې وې، هغوى د قرض غوښتلو لپاره سره را يو ځاى شوي هم وو، تاسو بيا هم هغوى ته دومره زياته حلوا واخيسته او په هغوى مو وخوړه، قرض نور هم زيات شو او خلکو ته ستاسو دغه کار خوښ هم نشو.
شيخ ورته وفرمايل : ما له الله تعالى څخه سوال وکړ چې زما په ذمه د بار قرض څه چاره راته وکړي، ځواب راغى : کوم وخت چې ژړا کونکى وي نو د رحمت درياب په جوش راځي، قرضداران خو راغلي وو مګر ژړا کونکى څوک نه وو پکې، د هغوى په زړونو کې غصه وه او يو ډول سختي وه، دغه کار هلک وکړ، کله چې ما له هغه څخه ټوله حلوا واخيسته او هغه له روپيو څخه مايوسه شو نو هغه په ژړا پيل وکړ، د هغه ژړا د کوم لامل له امله هم وه مګر د زړه له اخلاصه وه، د همدغې ژړا له امله د حق رحمت په جوش راغى، دغه له کرامت ډکه واقعه مولنا رومي رحمه الله په مثنوي کې ذکر کړې، مولنا رومي رحمه الله فرمايي :
تا نه گريد کودکى حلوا فروش
بحر بخشائش نمى آيد بجوش
يعنې تر څو چې حلوا خرڅونکى هلک ژړلي نه واى نو د رحمت درياب په جوش نه راتلو
تا نه گريد ابرکى خند وچمن
تا نه گريد طفل کى جوشد لبن
يعنې ژړا عجيبه تاثير لري، تر څو چې په ابر باندې ژړا طاري نشي (باران نه وريژي) چمن څرنګه خنديدلاى شي (هغه ته ښيرازي څرنګه نصيب کيدلاى شي) تر څو پورې چې کوچنى ونه ژاړي د مور شيدې څرنګه په جوش راتللاى شي.
اى که خواهى کزبلا جان را برى
جان خود را در تضرع آورى
يعنې که چيرته له بلا او مصيبت څخه نجات غواړې نو (د حق تعالى په وړاندې) له ژړا او زاريو څخه کار واخله
در تضرع باش تا شادان شوى
گريه کن تا بى وهان خندان شوى
يعنې د حق تعالى په ړاندې په آه او زاريو کې مصروف اوسه، تر څو چې مسرور او ښاد شي، په ژړا کې اوسه، تر څو چې زړه دې خفه نه بلکې خوشحاله شي، اخيري خبره دا ده:
درپيش هر گريه آخر خنده ايست
مرد آخر بين مبارک بنده ايست
يعنې د هرې ژړا انجام خوشحاله کيدل دي، او کوم کس چې په انجام باندې نظر ساتي هغه مبارک بنده دى.
لهذا تر څو پورې چې حالات پريشانه کونکي نه وي تر هغه صحراء ته د استسقاء لپاره وتل نه دي پکار ([3]).
([1]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٥٢.
([2]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٢٥٢، بحواله : مشکوة، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٥١، بخاري شريف، ج : ١، ص : ٤٢٨، طحطاوي، ص : ٢٩١.


















