ننګرهار: جلال آباد ښار کې دملي اردو د جلب اوجذب قومندانۍ پر موټر چاودنه شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ تله ، ۱۳۹۸ل)
یوشمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې دجلال اباد ښار کې د ملي اردو د جلب او جذب قومندانۍ پر موټر چاودنه شوې، درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې، چاودنه سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه پر هغه کاسټر موټر شوې ده چې ملي اردو ته تلونکي ځوانان یې لېږدول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د چاودنې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده، چاودېدونکي توکي په یوه ریکشا کې ځای پر ځای شوي وو.
خوګیاڼي په چاودنه کې دملکي وګړو له مرګ ژوبلې یادونه کړې، ده د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.



