د چنګېز د وحشتونو تصور؛ امريکا راژوندی کړ!!

غورځنګ

د اکتوبر د اوومې نېټې د وحشتونو په مناسبت!

په اسلامي نړۍ کې د چنګېز نوم چې کله هم چاته اخيستل کېږي نو يو ډول د وحشت تصور ورسره په ذهن او فکر کې منځته راځي، د چنګېز د نامه له اورېدو سره مسلمانانو ته د غُلغُلې د تاريخي ښار د ړنګېدلو تصور راځي. او د چنګېز د هغو قيصو له اورېدلو سره سم  د مسلمانانو په فکر کې د وحشتونو څپې پيل شي او ان تر دې چې د انسان غُونی ځيږ شي.

چنګېز چې اصلي نوم يې تموچين او د منګُوليا د سیمې اوسېدونکی و، د ګوبې په صحرا کې زېږېدلی و او د يسوکابهادر نومي وحشي او ظالم زوی و.

له واک ته رسېدلو څخه وروسته د اسلامي نړۍ د يوه واکمن (محمد خوارزمشا) سره د استازو د وژلو پر د جنجال په ترڅ کې يې پر اسلامي نړۍ باندې له لکونو لښکر سره حمله وکړه او اسلامي ښارونه يې لوټې او وران کړل، بيا يې لمسيانو او زامنو د منګور قاآن په زمانه کې په عربي نړۍ باندې هم يرغل وکړ او پر اسلامي نړۍ باندې يې د عباسيانو خلافت ته د پای ټکی کېښود.

د تاریخونو پر وينا د دجلې په سيند کې چنګېز د مسلمانانو علماؤو دومره کتابونه سيند ته واچول چې د سيند د اوبو رنګ يې  بدل کړ.

او همداشان يې په بخارا، سمرقند، تاشقند، خوقند، بارقند، بلخ، هرات، او نورو ښارونو کې داسې وحشتونه وکړل چې حد پرې تمام وو.

که څه هم د عثماني خلافت له نسکورېدلو وروسته پر اسلامي نړۍ باندې غربي سيکولرېزم حاکم وو او په هر ځای او هر اسلامي ملک کې يې د خپلې خوښې نظام رامنځته کړی دی تر څو د کفارو ګټې تأمين کړي.

خو له دې سره سره بيا هم مسلمانانو د چنګېز د حملې تصور بلکل نه کاوه، يعنې دا يې په سوچ او فکر کې هم نه راتلل چې یو ځل بيا به چنګېز په نوې بڼه له نويو شعارونو سره راځي او پر اسلامي نړۍ به بيا د چنګېز تاریخ ژوندی کوي، او داسې وحشتونه به کوي چې چنګېز به هم له دا ډول اعمالو څخه پناه غواړي.

د چنګېز د تاریخ دغه ژوندي کوونکي او په نويو شعارونو باندې دغه تکيه کوونکي يرغلګر د کرستوفر کولمب د نوي کشف شوي ملک (امريکا) نقلي اوسېدونکي وو. چې اوس يې يونايټېډ سټېټ بولي.

امریکا چې کله پر افغانستان باندې په ۲۰۰۱ م کال د روانې مياشتې په نننۍ نېټه يرغل او حمله وکړه، نو يو تعداد افغانانو او نړيوالو سيکولرانو د امريکايي وحشتونو لپاره دلائل تراشل چې ګواکې امريکا د ملګرو ملتونو د قواعدو او اصولو له مخې حق لري چې په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف عمليات وکړي او له منځه يې يوسي.

خو دغه خلک هم اوس پوهېدلي دي چې امريکا لکه څنګه چې دوی ارزوله هغسې ونه ختله او لکه څنګه چې يې شعارونه ظاهراً خواږه وو هغسې نه دي بلکې هر څه يې برعکس دي. د بشري حقونو دغه تش په نامه مدافعين د جنګېز له وحشتونو څخه ډېر ورهاخوا دي.

که چنګېز خان د دجلې د سيند رنګ د اسلامي کتابونو په رنګ باندې  بل رنګ واړولو او يا يې هم د اسلامي نړۍ د کتابونو زیاتره برخه ختمه کړه، نو امريکا له جنګېز څخه ستر وحشت تر سره کړ چې د اسلامي نړۍ ستر ستر علماء کرام چې د اسلامي نړۍ ستنې بلل کېدلې؛ په شهادت ورسول، که چنګېز کتابتون له منځه يووړ خو بيا هم علماء کرامو بېلابېلو سیمو ته له دغو وحشتونو څخه پناه يووړه مګر د چنګېز د وحشتونو تصوراتو دغو جامه وراغوستونکو بيا همدا علماء په هر ځای کې په وينو رنګ کړل.

چنګېز خو که مسلمانان څومره په شهادت ورسول خو د مسلمان په نامه يې شهيدان کړل مګر امريکا يې لومړی د مسلمانانو تر منځ په ترهرګر، القاعده او نورو تهمتونو ورنګوي او بيا يې په وحشت سره په داسې شکل شهيدان کړي چې مسلمانانو ته يې هم له پامه وربد کړي.

چنګېز که پر اسلامي نړۍ باندې يرغل وکړ او د آل کرت کورنۍ يې د افغانستان په سیمه کې ملاتړ وکړ، نو د ال کرت دغه ملاتړ په دې بنياد وو چې د چنګېز له وحشتونو څخه پاتې سیمې وژغوري او همداسې ثابتې پاتې شي تر څو نورو مسلمانانو ته تاوان ونه رسېږي. نو د دې لپاره سلطان معزالدين کرت د چنګېز غلامي ومنله او د چنګېز فرمانونو ته يې غاړه کېښودله.

مګر اوسني د امريکا غلامانو د دې لپاره د امريکا غلامي نه ده پيل کړې چې اسلامي نړۍ يا هم يو اسلامي يا يوه اسلامي سيمه دې د امريکا له وحشتونو څخه وژغوري، بلکې په دې بنياد يې غلامۍ ته غاړه ايښې ده تر څو د خپلو شخصي مفاداتو لپاره مسلمانان کفارو او په خاص ډول امریکا ته راڅملوي او بيا نو د امريکا خوښه چې هر ډول وحشت سره يې وژني ودې يې وژني.

د چنګېز د حملې په وخت چې سلطان قطب الدين ايبک له اباسين سيند څخه هاخوا چنګېز پرېنه ښود، نو د دې لپاره چې د هند د شبې قارې مسلمانان د چنګېز له وحشتونو څخه په امان واوسي، او که سلطان قطب الدين ايبک له نورو مسلمانانو سره د مرستې وس نه درلودلو، خو بيا يې هم د هندوستان د شبې قارې (اوسني پاکستان، کشمير، سند او نورو) مسلمانان د چنګېز له هر ډول وحشتونو څخه وژغورل، خو چنګېز ته يې د نورو مسلمانانو په خلاف د اوسېدلو ځای يا اډې ځايونه هم ورنه کړل، مګر د هند د شبې قارې د مسلمانانو اوسني نظام خد مسلمانانو امريکا ته د افغانستان د مسلمانانو په خلاف په خلاص مټ اډې ورکړې.

نو بايد ووايو چې امريکايي يرغل د چنګېز له وحشي يرغل څخه په هره معنا او هر لحاظ زيات او وحشتناک دی، او په هېڅ صورت ورڅخه کم نه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button