لیکوال: امين وردګ
د اُکتوبر اوومه هغه بدمرغه ورځ ده، چې غربي ښامار په ډېر غرور او تکبر سره زموږ په ګران ټاټوبي افغانستان باندې یرغل وکړ؛ خو دا برید دومره ساده او سطحي نه ؤ لکه اشغالګرې امریکې چې په پخوا زمانو کې په وتنام، عراق او ځینو نورو… ملکونو باندې کړی ؤ.
امریکایان په افغانستان باندې د برید لپاره، آن د عثماني خلافت له ړنګېدو سره سم لاس په کار شول !
کله چې په ترکیه کې اسلامي خلافت (چې ۶۴۴ کاله یې په اسلامي قلمرو باندې حکومت کړی ؤ) د غربیانو له خوا ړنګ شو، نو همغه مهال امریکایانو منځنۍ آسیا ته د راتګ فکرونه پیل کړل، مګر په هغه وخت کې لویه برېتانیا قوي او په ډېرو سیمو باندې حاکمه وه، له بلې خوا بیا شوروي اتحاد غرب ته لوی خنډ بلل کېدلو.
خو کله چې انګرېزان په دغو سیمو کې له سختو مقاومتونو سره مخ شول، نو یې د اسلامي اخووت د تجزیې طرحه جوړه کړه؛ چې په نتیجه کې یې د اسلامي خلافت پخوانی قلمرو په ډېرو برخو ووېشلو او تر منځ یې جنجالي کرښې ورته کش کړې؛ لکه د افغانستان او پاکستان تر منځ (د ډیورنډ) کرښه، همدا راز د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر کشاله او داسې نور…- تر څو اسلامي پرګنې په راتلونکي کې د لویو امارتونو او خلافتونو د جوړولو پر ځای په خپلو کې سره وټکوي.
کله چې لویه اشغالګره برېتانیا ماته او سره وپاشل شوه، نو امریکا ایله بیله لږه د آرامۍ ساه کش کړه، ځکه چې له یوه قوت څخه لږ غوندې بې غمه شوه، خو د دښمنۍ پر ځای یې د دوستانه اړیکو پالسي ورسره غوره او له لندن سره یې کلکه ملګري پیل کړه او هم یې د دې وعده ورکړه چې؛ یو ځل بیا به یې منځنۍ آسیا ته بوزي، خو دا ځل به یې په سړه سینه او سیاحتي توګه هلته حاکموي.
برتانیې د شوروي د تحدید په اړه وروځې ورته کش کړې، مګر امریکا پزه ورته مونجه کړه چې؛ هغوی ته افغانان شته!
لندن ورته وویل: له افغانانو سره به بیا څه کوې؟
– امریکا: زما یې چل زده دی.
– لندن: څنګه چل؟
– امریکا: رهبران یې لومړی روزم، بیا یې یو پر بل سره وهم؛ له هغه وروسته یې بیا د ځان ملګري کوم.
– لندن: ښه نو که بیا نور مجاهدین پیدا شول او جهاد یې اعلان کړ؟
– امریکا: غواړم بیا مجاهدین پیدا نه شي! داسې به یې په خپلو کې سره واچوم؛ چې بیا هېڅکله هم څوک د جهاد نوم وانخلي او له مجاهد څخه ژوره کرکه او نفرت ولري.
لندن چې د امریکا د نویې جنګي خدعې طرحه ولیده حیران شو او هغه خپل شیطانت یې له یاده ووت ؛ سم له لاسه یې د ورورۍ لاس ورکړ او امریکا یې د امیر په توګه ومنله، بیا یې د ناټو په نوم اتحادیه هم پسې رامنځته کړه.
کله چې غربیان سره یوه خوله شول، نو افغانستان ته یې لاس را اوږد کړ او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه پیل کړه، تر دې چې په پوهنتونونو کې د مجاهد او کمونست په نوم محصلین سره واوښتل.
لنډه دا چې پاکستان ته د مهاجرتونو لړۍ (د سردار محمد داؤد خان په حکومت کې) پیل شوه.
هلته مهاجرینو (د پاکستاني حکومت په مرسته) له امریکایانو سره اړیکې و نښلولې، تر دې چې جهاد پیل شو او بیا مجاهدین پسې قوي شول.
دا چې په لومړي سر کې د مجاهدینو عمومي امیر ښاغلی حکمتیار ؤ، مګر وروسته بیا دغه وحدت (د امریکا او پاکستان په واسطه) اووه، پسې آته او نهه ټوټې شو.
له همدغه ځایه د امریکا خوبونه هم مخ په ريښتیا کېدو شول.
لنډه یې دا چې شوروي اتحادیه افغانانو داسې ټوې ټوټې کړه؛ چې په پای کې یوازې یوه روسیه پاتې شوه.
خو کله چې مجاهدینو روسان مات کړل او دوی کابل نه ننوتل، نو سم له لاسه د غربیانو او عربانو مالي سرچینې هم پرې وتړل شوې او دوی یې دې ته اړ ایستل چې آن د برېښنا تارونه او د ابو نلونه یې لا هم په پاکستان باندې په سلمه برخه ټيټ نرخ وپلورل.
داسې څه یې وکړل چې په ریښتیا هم تاریخ ترې شرمیږي؛ د غربیانو طرحه بلکل پر ځای وه! د مجاهد له نوم نه خلکو دومره کرکه وکړه، چې ځینو خو یې آن جهاد لا وحشت و بللو.
کله چې امریکایانو (د مجاهد صایبانو د ناوړه اعمالو په نتیجه کې) افغانستان د تجزیې په درشل ولید، نو پاکستان ته یې مخفیانه مشوره ورکړه چې؛ دا ملک هم یوه صوبه اعلان کړي؛ چې د ځینو مورخینو په قول ښاغلي حکمتیار له پاکستان څخه (په همدې هکله) غوښتنه هم کړې وه.
له بلې خوا بیا د شمال تجزیه نږدې حتمي غوندې شوه او هلته د مسعودستان یا شمالي افغانستان په نوم مملکت رامنځته کېدلو، خو ښاغلي رباني دا کار و نه کړ، تر دې چې د امریکا له مستقیمې مداخلې مخکې طالبان راپورته شول او ټول افغانستان یې (پرته له پنشېر او فیض آباد څخه) فتح کړ او د تجزیي خیالونه یې په اوبو لاهو کړل.
کله چې امریکایانو د طالب قشر وحدت او متحد حکومت ولید، نو یې غاښونه وچیچل او سخت قهر ورغی؛ ځکه چې د دوی د لسګونو کلونو نقشه یې دړې وړې کړه؛ نو یې د طالبانو په ضد شوم او کرغېړن تبلیغات پیل کړل.
کله یوه او کله بله بهانه! خو لنډه یې دا چې په خپل لاس یې د یوولسم د سپټمبر طرحه جوړه کړه، خپلې الوتکې یې والوزولې او په نیویارک او واشنټن کې یې له پنټاګون او تجارتي دنګو برجونو سره ووهلې، بیا یې نو صیبه! پېښه هم په اسامه ابن لادن غریب ور پلمه کړه.
دا چې هغه مهال نومړی په افغانستان کې اوسېدلو، نو یې (پرته له منطقي دلائلو څخه) په افغانستان باندې یرغل وکړ او دا ملک یې لاندې کړ.
اوس یې دا دی آتلس کلونه پوره شول، خو په دغو آتلسو کلونو کې یې چې څه ډول اخلاقي انحراف زده ؤ، تر سره یې کړ.
په لکهونو ځوانان یې په ډېر ظلم سره شهیدان کړل، اسلامي کتوبو (خصوصاً قرآن کریم) ته یې بې شرمانه توهین وکړ.
بې شمېره مقدس اماکن یې بمبار کړل.
دیني مدرسې یې ونړولې، شیوخ یې شهیدان کړل.
په لسګونو زره تورسرې او ماشومان یې شهیدان کړل.
مګر د ملت پېژندل شوي قاتلان یې په لوړو دولتي پوستونو و نازول.
ټولې روسۍ وسلې یې په لايزرو ووهلې او نوم نښان یې (په دولتي چوکاټ کې) ورک کړ.
لنډه دا چې؛ نه یې صرفه وکړه او نه یې رحم په چا راغی، مګر نن الحمدلله د مجاهدو او مبارزو افغانانو په وړاندې خپله ماتې او ناکامي مني.
هو! په دغو ټولو وحشتونو کې پرته له مولوي محمد نبي او مولوي خالص څخه ټول پخواني جهادي رهبران ورسره وو: لکه رباني، دستم، سیاف، مجددي، ګیلاني، محقق، کریمي، د مسعود ټوله کورنۍ او مخلصان یې، د مزاري ټول خواخوږي او په آخر کې د جهاد همغه لومړی او عمومي امیر (حکمتیار) هم ورسره مل شو.
















