راټولوونکی: ډاکټر یوسف اکبري
لارنس براؤن په ۱۹۵۹ ميلادي کال په سان فرانسسکو کې پيدا شو، کورنۍ يې له ۱۶۷۷ کال راهيسې په امريکا کې اوسېده او له پلرونو او نيکونو عيسويان وو. لارنس براؤن د کورنۍ له نورو غړو مختلف و، همغه پيل کې له مذهبه ياغي شو، محلد شو، د دنيا له دوو بهترينو پوهنتونونو يې ډګريانې ترلاسه کړې؛ له کارنل پوهنتون نه يې په هنرونو او ساينس کې ډګري ترلاسه کړه او له براؤن طبي پوهنتون نه يې په درمل پوهنه کې دوکتورا ترلاسه کړه. د زده کړو تر پای ته رسولو وروسته يې د دنيا په بهترين روغتون، جارج واشنګټن کې په دنده پيل وکړ. د پوځ هوايي ځواک کې يې هم دنده ترسره کړې او په منځني ختيځ کې د طبي څانګې مشر او د سترګو د برخې سرطبيب هم پاتې شوی. لارنس براؤن په جارج واشنګټن روغتون کې دنده ترسره کوله، ملحد و او پر هيڅ مذهب يې عقيده نه درلوده. هغه به ساينس او تحقيق د دنيا تر ټولو لوی مذهب ګاڼه او په عامو مجالسو کې به يې ويل، مذهب يوازې کيسې او داستانونه دي.
خو څه موده وروسته ناڅاپه د هغه په ژوند کې حيرانوونکې پېښې رامنځته شوې. لومړنۍ پېښه د ۱۹۹۰ کال په پيل کې د کرسټينا پيدايښت و. کرسټينا په جارج واشنګټن روغتون کې پيدا شوه، ډاکټر لارنس لاس وراوږد کړ او نوپيدا ماشومه پر خپلو پښو ودرېده. له طبي ساينس سره د دغې معجزې هيڅ ځواب نه و، ډاکټرانو دا پېښه “سي ټرم” يا يو پېچلی حالت وګاڼه او د “کرسټينا سينډروم” نوم يې ورکړ. ډاکټر لارنس تر دې پېښې وروسته هم ملحد پاتې شو او خپل عقايد به يې برملا بيانول. دويمه پېښه د کرسټينا تر پيدايښت پوره لس مياشتې وروسته رامنځته شوه. د ۱۹۹۰ کال په اکتوبر کې الله تعالی هغه ته دويمه لور حينا ورکړه. دا ماشومه په پيدايشي توګه د زړه په يوه خطرناکه ناروغۍ اخته وه، ټول بدن يې له سره تر پښو تک شين اووښتی و او دا شينوالی په دې معنا و چې د هغې وينه آکسيچن نه جذبوي، همدا وجه وه چې تر پيدايښت سمدستي وروسته عملياتخانې ته انتقال شوه. د ماشومې ايکسرې چې وشوه، معلومه شوه چې د زړه مرکزي وال يې بند دی. لارنس خپله هم ډاکټر و او پوهېده چې د ماشومې د زړه عمليات بايد وشي، ټوله سينه به يې څيرل کيږي، د زړه مرکزي وال به پرې کيږي او پر ځای به يې يو عارضي پيپ لګول کيږي. دا خورا سخت عمليات وو، ماشومه ترې ژوندۍ نه شوای وتلای او که فرضاً ژوندۍ هم پاتې شوې وای، عارضي پيپ تر ډېره وخته کار نه کاوه، دوه درې کاله وروسته يې بيا عمليات کېدل او دا ځل خامخا مړه کېده خو که له دې عملياتو هم بچ شوې وای، ډېر وخت ژوندۍ نه پاتې کېده او پنځو کلونو کې يې له خپل مور و پلاره بېلولای شوه.
ډاکټر براؤن د خپلې لور له سرنوشته ښه خبر و خو جارج واشنګټن روغتون بيا هم له نيويارکه د زړه تر ټولو تکړه جراح راوغوښت. د نورو ډاکټرانو ټيم هم راورسېد، ماشومه عملياتخانې ته يووړل شوه. ډاکټر لارنس د پرېشانۍ په حالت کې له عملياتخانې دباندې ووت او د روغتون دهلېز کې يې په خورا نارامۍ قدم واهه او په تلو تلو کې د روغتون آخر سر ته ورسېد. د روغتون انتظاميې څو کاله وړاندې په روغتون کې د ناروغانو د خپلوانو له پاره د “دعاء خونه” جوړه کړې وه. دا يوازې يوه خونه وه او له دېوالونو او قالينې پرته پکې نور هيڅ هم نه وو. د ناروغانو خپلوان به هلته ورتلل او د خپلو عقايدو مطابق به يې خدای تعالی ته دعاء او زارۍ کولې. ډاکټر لارنس د دعاء د خونې مخې ته ورسېد، بېاختياره شو، بوټان يې له پښو وويستل او خونې ته ورننووت. دا لومړی ځل و چې ډاکټر براؤن د دعاء له پاره يوه عبادتځای ته ننوتی و. هغه د دېوال مخې په ګونډو کېناست، د زارۍ کولو په دود يې لاسونه لپه کړل او ورو-ورو يې ويل ” ای خدايه! که ته موجود يې نو لطفاً زما مرسته وکړه، زه دې مهربانۍ ته ضرورت لرم، زه درسره وعده کوم چې که زما لور بچ او روغه شوه نو هغه مذهب به قبول کړم چې تا ته ټولو مذاهبو کې ګران دی.”
هغه بار بار دا دعاء کوله او اوښکې يې روانې وې. دې حالت پنځلس دقيقې دوام وکړ او بيا وروسته عملياتخانې ته ولاړ. هلته په رسېدو حيران شو، جراح يوه کونج ته پرېشانه ولاړ و او د عمليات ټيم يوه بل ته اريان دريان کتل. ماشومې خپله ګوته خوله کې نيولې وه او په ځلېدونکو سترګو يې کله ښي او کله چپ طرف ته کتل. د ډاکټر لارنس دويمه لور، حينا له هر ډول دوا درملو او عمليات پرته ناڅاپه رکه روغه شوې وه. دويم ځلي ايکسرې چې يې وشوه او له لومړنۍ ايکسرې سره پرتله کړای شوه، له يوه بل سره مختلفې وې او ډاکټرانو غوني زيږ شول. لومړنۍ ايکسرې ماشومه ناروغه ښودله خو دويمې بيا ښودله چې ماشومه روغه جوړه ده. ټول ډاکټران حيران وو، هغوی غوښتل د دې معجزې په وجه پوه شي خو ډاکټر براؤن ته وجه هم معلومه وه او د معجزې حقيقت هم. ماشومه څو نورې ورځې هم روغتون کې بستر وه او وروسته ډاکټر براؤن ځان سره کور ته بوتله. د ډاکټر براؤن دا دويمه لور، حينا اوس ډاکټره ده او له روغ صحت سره خورا خوندور ژوند تېروي.
د حينا د معجزې تر ليدو وروسته ډاکټر لارنس براؤن په دې عقيده شو چې الله تعالی موجود دی او انسانانو ته معجزې هم ورښيي. ډاکټر براؤن ته خپله وعده ورپه یاد وه، همدا وه چې الله تعالی ته د تر ټولو خوښ مذهب په تلاش کې شو. عيسويت يې مطالعه کړ، د يهودو کتابونو يې ولوستل، د بودايانو او هندوانو څنګ ته هم ورغی، له عيسوي پاپ او يهودي رِبّي اعظم سره يې هم وليدل او هند او تبت ته هم ولاړ خو هيڅ مذهب يې زړه ته لار ونه کړه. هغه نهايت لوستی او وسيع المطالعه انسان و، د دنيا له دوو لويو پوهنتونونو فارغ و، څلور کتابونه يې هم ليکلي وو او د طبي پوهنتون رئيس هم و. د هغه په ذهن کې به همېشه يو عالَم پوښتنې ښکته پورته کېدې خو له ربي اعظمه نيولې بيا تر پاپ پورې، له هيچا سره د هغه د پوښتنو قانع کوونکی ځواب نه و. هغه په ډېر ګرځېدو-ګرځېدو تنګ شو او په تلو تلو کې يوه ورځ ناڅاپه يوه کوچني جومات ته ننووت. همدا چې د جومات له دهلېزه تېر شو، روح کې يې يوه کوچنۍ ډيوه بله شوه. هغه ورځ يې د جومات دېوال لمس کړ او بېرته کور ته راغی. وروسته يې د قرآن کريم انګليسي نسخه واخيسته، مطالعه يې شروع کړه او روح يې نور هم پُرنوره شو. هغه به د قرآن کريم پر مطالعې سربېره تورات او انجيل هم مطالعه کول. همدا چې د قرآن کريم مطالعه يې پای ته ورسوله، پوه شو چې همدا اسلام هغه مذهب او لاره ده چې دی ورپسې لالهانده و. تر دې وروسته يې د سيرت النبي عليه السلام مطالعه هم پيل کړه، د سيرت يو شمېر کتابونه يې ولوستل او پای کې يې ټول وجود له نوره ډک شو. ډاکټر لارنس براؤن ته الله تعالی هدايت نصيب کړ او په ۱۹۹۴ کال مسلمان شو.
ډاکټر لارنس براؤن اوس د ناروغانو علاج کوي، اسلام مطالعه کوي، لمونځ کوي او د الله تعالی لارې ته خلک هم دعوتوي. هغه شپږ کتابونه ليکلي، يو ناول يې د دنيا په بيسټ سيلر يا ډېر پلورل شويو کتابونو کې شامل دی. دا ناول د کليسا د تاريخ، مذهب او روحانيت ښکلی امتزاج دی. هغه مختلفو جريدو او ورځپاڼو ته مقالې هم ليکي او د اسلام په اړه لکچر هم ورکوي. الله تعالی د هغه په ژبه کې نهايت ډېر تاثير ايښی، که تاسې يې يو ځل واورئ، بيا به يې پرلهپسې اورئ. هغه اکثر خپله کيسه کوي او بيا وايي چې الله تعالی په دوو طريقو انسانان خپل طرف ته وربولي. لومړی يې د کرسټينا په څېر معجزې له لارې حيرانوي، که انسان د دغه پيغام په مقصد پوه شو او الله تعالی ته يې رجوع وکړه نو سبحان الله! خو که دا پيغام يې رد کړ، الله تعالی د حينا د معجزې په څېر پيغام ورکوي. که انسان دا دويم پيغام هم واورېد نو ډېره ښه ده، الله تعالی به ورته د هدايت دروازې خلاصې کړي خو که دا دويم ځلي پيغام يې هم رد کړ، الله تعالی يې پر زړه مهر لګوي او نور خلک خپل لور ته رابولي. الله تعالی همېشه نوي خلک لټوي، همدا چې تاسې د الله تعالی لومړنی پيغام واورېد، ورمنډه کړئ او ويې منئ، ولې؟ ځکه د الله تعالی دويم پيغام به برداشت نه کړای شئ، بيا به خپل اولاد په عملياتخانه کې پرېږدئ او د هغه لور ته به متوجه کيږې

















