د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چین ته په درې ورځني سفر تللی دی

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۶تله، ۱۳۹۸)
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چین ته په درې ورځني سفر تللی او هلته یې د چینایي چارواکو لخوا استقبال شوی دی.
عمران خان به هلته د چینایي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې وکړي او همدا رنګه ویل کیږي چې د کشمیر له مسئلې به هم یادونه وکړي.
عمران خان په داسې حال کې چین ته دغه سفر کوي چې له هند سره یې د کشمیر په سر اړیکې سختې خړې پړې شوي او همدا راز اقتصادي حالت یې هم د اندېښنې وړ بلل کیږي.
چین ته د نوموړي سفر وروسته له هغه ترسره کیږي چې امریکا ته هم عمران خان تر دې وړاندې یو درې ورځنی سفر درلود او هلته یې له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره د پاکستان په اقتصادي حالت او افغان سولې په اړه بحث درلود.
ویل کیږي چې د چین او پاکستان ستراتیژیکي اړیکې هم پیکه شوي دي چې عمران خان یې د بیرته رغولو په هڅه کې دی.



