څېړنه: شین چاې په څښلو سره د انټي بايټېک تاثير زیاتيږي

هغه کسان چې ډیر انټي بایټیک* خوري که دا کسان شین چاې وڅښي نو دوا پرې ښه اثر کوي.
د شنه چایوو ډیرې ګټې دي یوه ګټه بله دا هم وراضافه شوه چې هغه کسان چې انټي بایټیک خوري نو دغو انټي بایټیکو اثرات نور مکروبونه له منځه وړي او انټي بایټیک ښه اثر نه کوي خو که شین چاې وڅښل شي نو شین چاې هغه مکروبونو سره په جګړه کیږي او هغه مکروب له منځه وړي چې د انټي بایټیک اثر ختموي.
يو تازه څېړنه ښي چې په شین چاې کې طبیعي ماده ایپیګیلوکیټاکن شته چې د انټي بایټیک اثر زیاتوي، دا څېړنه د برتانیه په یو پوهنتون (یونیورسټي آف سری اسکول آف ويټرنری ميډيسن) کې پوهانو کړي، پوهان وايي، شین چاې د انټي بایټیک اثر زیاتوي خو دې څیړنه باندې باید نور کار هم وشي.
* (انټي بایټیک: يوه داسې ماده يا مرکب (کيميايي درمليز اجنټ) دی چې د باکټريا د ودې او برار مخنيوی کوي.)



