یوناما: پنځه میاشتې وړاندې دفراه په بکواه کې دهوایي بریدونو ټول قربانیان ملکیان وو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
د یوناما او د بشري حقونو سازمان له پنځه میاشتو وروسته فراه ولایت کې دولسي وګړو په کورونو ددرندې بمبارۍ ټول قربانیان ملکي وګړي یاد کړي دي.
یوناما وایي، ددوی ګډې څېړنې ښیي چې امریکایي ځواکونو پنځه میاشتې مخکې په فراه کې د ملکیانو کورونه بمبار کړي چې له امله یې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د یوناما په راپور کې راغلي، دا هوایي عملیات د روان کال د مې میاشتې په پنځه نېټه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
د روان کال د مې میاشتې په پنځمه نېټه د هېواد کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې په یاد برید کې یې د مخدره توکو ۶۸ کارخونې له منځه وړې او دغه راز یې ۱۵۰ طالبان هم وژلي دي.
خو د سیمې اوسېدونکو ویلي وو چې په یاد برید کې نه د نشه یي توکو کومه کارخانه له منځه تللې او نه هم طالبان، بلکې د برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي.
دیادونې وړ ده چې دهېواد په لر اوبر کې دګډو ځواکونو له لوري دملکیانو لسګونه کورونه، دوکانونه، د ودونو مراسم او جنازې په نښه کېږي، دا مظالم قصدي دي خو د توجیه لپاره یې قربانیان طالب وسله وال یادیږي



