لغمان: مهترلام کې د ۲۶میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی سوداګریز مارکیټ ګټې اخستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۱۷تله، ۱۳۹۸)

د لغمان د مهترلام په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې یو درې پوړیز سوداګریز مارکیټ ګټې اخستنې ته سپارل شوی دی.

دغه مارکیټ چې د یوه کال په موده کې جوړ شوی، څه باندې ۲۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي ویلي، دغه مارکیټ په ۲۰۰متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

جوړ شوی مارکیټ یو ځمکتل، دوه لوی صالونونه، یو هوټل، یو د کنفرانس حال، څلور لوی سټورونه، ۱۱کوچنۍ هټۍ او درې عصري تشنابونه لري.

د دې مارکیټ په پرانیستنه کې نن غرمه د لغمان والي محمد اصف ننګ او ځینو نورو چارواکو ګډون کړی وو چې د پټۍ په پرې کولو سره یې رسماً ګټې اخستنې ته وسپاره.

مربوطه مطالب

Back to top button