(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۸، پنجشنبه)
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ يا ټيفا وايي، چې ولسمشرۍ انتخابات ګټونکی نه لري ښايي دوهم پړاو ته ولاړ شي.
د دغه بنسټ وياند زبير حبيب زاده وايي، د دوی موندنې ښيي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هيڅ کوم نوماندان نه دی توانيدلی چې ټاکلې اندازه رايې پوره کړي څو ګټونکی اعلان شي زياتوي له همدې کبله ښايي ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې شي.
د حبيب زاده په وینا، ډيرې رايې تقسيم شوي او دغه انتخابات به هيڅ ګټونکی ونه لري.
په عین حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې د درملوک په نامه د جرمني شرکت دوه انجینران کابل ته رسيدلي څو د بايوميټريک آلې برابرې او مرکزي سستم د رايو ټولولو لړۍ به چټکه شي.
تر دې وړاندې د ټاکنو کمېسيون د ټکنالوژۍ څانګې ويلي و چې نامعلومه هکرانو غوښتل چې د کارول شويو بايومټریک آلو مرکزي سستم ته لاره پيدا او هک يې کړي خو په وینا يې هغوی نه دي توانيدلي چې ياده چاره ترسره کړي.
خو د ټاکنو کمېسیون د دارالأنشاء مشر بيا دغه خبر رد کړی وايي، په بايومټريک آلو د هيڅ ډول بريد هڅه نه ده شوې.
د روانې تلې مياشتې په شپږمه نيټه په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې چې د ګلبدين حکمتیار، نبيل او نږدې لس نوماندان وايي، چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه، فساد، درغليو او انتخاباتو کمېسیونونو کې د حاکمو ډلو د لاسوهنو له کبله ورته د ټاکنو پايلې د منلو وړ نه دي .
د ځينو بنسټونو او انتخاباتي پروسې د څار ادارې وايي، چې ټاکنو کې د شاوخوا دريش ميليونه افغانانو له ډلې یوازې دوه ميليونه خلکو رايه کارولې چې دا په خپله ولسمشريزې ټاکنې تر پوښتنې لاندې راولي او هيڅ ډول مشروعيت نه ورکوي.


















