لیکوال: امین وردګ
که د افغانانو لرغونی تاریخ وګورو او د هرات پښتنو له حکمرانۍ څخه یو ځغلند نظر پرې واچوو، نو و به ګورو چې د افغانانو د حکومتونو پيڅکې او څنډې د اورال او کسپین بحیرو ، د فارس خلیج او د هند له بحر سره نښتې وې؛ کله به پولې لږې مخته لاړې او کله به بیا را شاته شوې، تر دې چې د ابدالیانو په دور کې د آمو له سند څخه نیولې، تر نیشاپور، هسې بیا تر ډهلي او د هند تر بحر پورې د احمدشاه بابا (ابدالي) حکمراني چلېدله.
خو کله چې انګرېزانو زموږ په قلمرو باندې تېری وکړ او موږ یې د پلارني اقتدار له برم څخه را ښکته کړو، نو یې زموږ لپاره د یوه دائمي شکست په نقشه کار هم پیل کړ.
له ډېرو سوچونو او مشورو وروسته انګرېزانو (د افغانانو د همېشنۍ ماتې او دوامدار تحدید لپاره) تر ټولو ښه لاره دا وبلله؛ چې افغانان باید په اقتصادي لحاظ سم وځپل شي، ځکه چې اقتصاد د هر قوت ستون فقرات – یا د فقرو ستنه یادیږي ؛ نو یې د دغو سرشارو پرګنو لپاره په غرونو کې حصار ژوند خوښ شو، ځکه يې د ډیورنډ لعنتي کرښه (د عبدالرحمن خان په خوښه) له رېګستان څخه پیل کړه چې د کوږک په څوکو، بیا د شمشاد په تندي، تر واخان پورې یې د چین او ایران سره وتړله (او مهمه یې دا چې دغه لعنتي کرښه په هر ځای کې لره خوا د برې لپاره جدي تحدید دی) که څه هم چې د ډیورنډ په نوم کرښه شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره یادیږي، خو هغه نوره یې هم انګرېزانو کش کړې، په هغو کې د ګندومک کرښه (چې د محمد یعقوب خان په دور کې امضاء شوه) او نورې…هم شاملې دي.
دا بحث پرېږدو او راځو اصل مطلب ته:
کله یې چې افغانان سره وپاشل، نو لر افغانان یې لومړی د پنجابي استعمار انګرېز ګوډاګیانو ته وتړل، بیا یې وروسته د آزادو قبائلو نوم ورکړ (اما نن یې هغه آزادي هم ترې سلبه کړې ده او د تحریک طالبان پاکستان په نوم یې؛ کلي، کورونه او بازارونه ټول ور ونړول) مګر بر افغانان یې بیا په وچه کې کلابند کړل.
انګرېزانو له موږ سره ټوکې نه کولې!
موږ یې ریښتیا هم داسې سره پردي کړو؛ چې نن لر پښتانه برو او بر لرو ته د دښمنانو په نظر ګوري.
ما یو وخت کې له یوه پېښوري نه پوښتنه وکړه؛ ما ویل وروره ! ستاسو په تاریخ کې ستر او باتور شخص څوک تېر شوی؟ خوشال خان خټک به نه یادوې! ځکه چې هغه هم افغان ؤ او دا شعر یې تر ټولو غټ سند او ثبوت دی چې وایي: ((د افغان په ننګ مې وتړله توره * ننګیالی د زمانې خوشال خټک یم))
سړی سور – شین واوښت او راته وایي: ((جي داسې پوختنې مه کوه، کومه ګټه نه لري ؛ منګ پاکستي یو او پاکستاني به یو، پاکستان زمونګ ملک دې او زمونګ زان دې))
ما ورته وویل چې هسې یوه پوښتنه مې وکړه، غوسه کېږه مه.
نو مطلب دا چې انګرېزانو موږ بنیاداً سره بېل کړې یو!
دا (PTI) او پښتون ژغورنې هسې ډرامې دي، هلکان او نجونې خپل عشقونه پکې کوي، تاسو خو یې هغو مشرانو ته وګورئ! د پښتون قوم مشران به داسې وي.
زه په ټول پاکستان کې یوازې ملا بجلیګهر مرحوم منم، الله دې مغفرت ورته وکړي.
اول دا زموږ ((وردګ)) وګورئ!
هغه ورځ ماته یوه ویل؛ وایي: مړه دا ته سنګه وردګ یې چې د افغانانو لپاره لیکنې کوې؟
هغوی افغاني وردګ بیخي مني لا نه؛ ځکه چې هلته تر موږ ډېر دي.
وردګ ټول یو قوم دی او میشواڼي یې تربرونه دي، لر او بر ((وردګ)) ټول د یوه (میرسید محمد ګیسودراز) اولاده ده، چې هغه د اسماعیل اعرج زوی او اسماعیل اعرج بیا د جعفر صادق (رحمهم الله) له اولادې څخه دی.
دا بحث هم پرېږدو!
لر پښنانه خو هغسې شول…
مګر ((بر)) پښتانه یې په کراتو مراتو یو پر بل سره ووهل (خصوصاً د احمد شاه بابا د لمسیانو په دور کې) بیا روسی تاړک را نازل شو، له هغه وروسته یې په جهادي مزدورو رهبرانو و ټکول، له هغه نه هم وروسته یې مستقیم برید وکړ او په خپلو چټلو او کرغېړنو لاسونو مو دا دی اوس وینې تویوي.
راځو د دغې پوښتنې ځواب ته چې: ولې يې زموږ هېواد په وچه کې حصار کړ؟
دا د نړۍ په جغرافیا کې ثابته شوې؛ چې کوم هېوادونه په وچه کې حصار دي، هغوی خودکفا اقتصاد ته لاره نشي موندلی، بلکې تل نورو ته اړ وي، ځکه خو وخت پر وخت د نورو د لاسونو آلې هم ګرځي.
نو افغانستان یې هم (د نني اشغال په مقصد) په وچه کې څه باندې یوه پېړۍ کلابند ساتلی ؤ، چې ښه یې و ځپلو او کمزوری یې کړ، نو یې لومړی اشر ورته وکړ او بیا یې ظالمانه هجوم پرې راوړ .
که له یوې خوا (د وچې په محاصره کې) داسې شوم اهداف نغښتي، خو له بلې خوا بیا ستر حکمت هم پکې پروت دی!
افغانستان د نړی بام یادیږي؛ دلته چې هر څوک واکمن شي، په نړۍ باندې یې اثر حتمي دی، ځکه خو هر نړیوال ښامار دغې خزانې ته رادانګلي، مګر بیا یې سر هم پرې شوی دی.
دا داسې هېواد دی چې هر کږلېچی یې د ښکېلاک لپاره تنور جوړ شوی، ګړنګونو او کندو یې (د لرغونو آثارو په توګه) موږ ته د ډېرو یرغلګرو هډوکي ساتلي.
بلې! افغانستان په اقتصادي توګه محتاج دی، اما د جګړې ډګر به تر هغو څوک ترې و نشي ګټلای ان شاءالله ، تر څو چې له اوبو سره نه وي نښتی.
که کله له بحر سره ونښت، اقتصاد به یې په لنډ وخت کې مثبت بدلون ومومي، اما فکر نه کوم چې بیا به د دې جوګه شي؛ ترڅو د ښکېلاک تندی ورمات کړلای شي.
ما به چې هر وخت د افغانستان نقشې ته کتل، زړه به مې له غریو نه ډک شو او سترګې له اوښکو، اما چې څو یې په اعجاز او حکمت پوه شوی یم؛ نو هم د سکون تبسم وکړم او هم مې زړه باغ- باغ شي، بیا له الحمدلله وروسته ووایم چې: صدق الله تعالی لانه قال ((اني اعلم و انتم لا تعلمون))
د نړۍ هر زبرځواک دلته راپرځېدلی دی، زه کلک یقین لرم چې مهدي آخر زمان او لښکر به یې هم له دغو غرنیو سیمو او باتورو پرګنو څخه د حرمینو په لوري خوځیږي ان شاءالله.


















