کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ تله ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو فراه ولایت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی خپور کړی راپور رد کړ.
سرچینې وایي، امریکايي ځواکونه په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د خوندیتابه لپاره خورا احتیاط کوي او د یوناما راپور بې اساسه دی.
د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ددغه راپور د چمتو کولو، څېړنې او ارزونې لارې چارې ناسمې بللې دي او په خبره یې دوی په خپلو جګړه ییزو ماموریتونو کې له پوره دقت کار اخلي.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې د امریکا په هوایي بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او دا یو بشري جنایت دی.
ملګري ملتونو تېره ورځ په یو راپور کې ادعا وکړه چې پنځه میاشتې وړاندې د فراه په بکواه ولسوالۍ کې دبهرنیو ځواکونو له لوري دمخدره موادو په نام بمبار شوي ټول ولسي وګړي و.

















