امریکا سعودي عربستان ته درې زره پوځيان او پوځي تجهيزات استوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۰، شنبه)
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) سعودي عربستان ته د درې زره امریکايي پوځيانو د ليږلو خبر ورکړی دی.
د پنټاګون ویاند جوناتهن هوفمېن وايي، چې د درې زره امریکايي پوځيانو د لېږلو اجازه تيره شپه شوې ده.
د امریکا دفاع وزير مارک اېسپر بيا وايي، چې د نويو لېږل کېدونکو پوځيانو سره به جنګي الوتکې او توغندي ضد سستم هم لېږل کيږي.
تيره مياشت د سعودي د تيلو پر دوو چڼځايونو بریدونه وشول چې امریکا او سعودي يې پړه پر ايران واچوله خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.
د امریکا دفاع وزير د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره هم په دې اړه خبرې کړي وايي، چې سعودي ته د امریکايي پوځيانو د ليږلو موخه يې پر هغه هیواد د ايران له تيري څخه ساتنه ده.
سعودي عربستان کې مخکې هم امریکايي پوځيان ميشت و چې د القاعده په شمول ځينو اسلامي ډلو يې د ايستلو غوښتنې کولې.



