امریکا: په ترکیه به داسې بندیزونه ولګول شي، چې د کردانو په خلاف به له عملیاتو راوګرځي

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۰تله، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې له سوریې څخه ډونالډ ټرمپ د امریکايي ځواکونو د وتلو امر کړی، ترکیې د کردانو په خلاف عملیات شروع کړي دي.

د ترکیې دې کار د امرسکا سخته غصه راپارولې او په دې هیواد یې د سختو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي، که ترکیه د کردانو په خلاف عملیات ترسره کړي نو په ټکو یې، له داسې بندیزونو سره به مخ شي چې مخکې تر دې به یې نه وي لیدلي.

د ټرمپ په وینا، چې دوی ترکیه د ډیرو خلکو وژلو ته نه پریږدي.

په همدې حال کې د امریکا یوه بل لوړ پوړي چارواکي د خزانې وزیر اسټون منوچین هم خبرداری ورکړی چې ډونالډ ټرمپ به په ترکیه داسې بندیزونه وضع کړي چې دا هیواد به په کردانو له اوږدمهاله بریده راوګرځوي.

د یادونې وړ ده چې ترکیه، کردان د ځان لپاره خطر او دښمن بولي خو امریکا یې بیا د ځان متحدین ګڼي.

کردانو له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه د داعش په خلاف عملیات ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button