طالبانو د برېښنا پايې ویجاړولو په اړه د ملي امنيت ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۰، شنبه)
د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، هغه څلور کسان يې نيولي چې په سالنګونو کې يې څو ورځې مخکې د برېښنايې پايې نړولې وې او تور يې پورې کړی چې ياد کسان طالبانو سره اړيکي لري خو طالبانو دغه ادعا رد کړې او سیمه ييز چارواکي يې د غير مسؤله وسله والو او غلو کار بولي.
د ملي امنيت رياست پر خپله ټويټر پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ليکي، چې دغه کسانو طالبانو سره اړيکې لرلې او د تلې مياشتې د نولسم پر شپه يې د عملیاتو په لړ کې نيولي دي.
طالبانو د ملي امنيت رياست دغه ادعا په کلکه رد کړې او ویاند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، چې نيول شوي کسان مجاهدينو سره هيڅ ډول اړيکې نه لري او نه مجاهدین دي.
د مجاهد په وینا، “د پروان د بریښنا پایه نړول زموږ د مجاهدینو پورې اړه نه درلوده، او نه هم نیول شوي کسان مجاهدین دي. مزدور دښمن له دغې موضوع څخه د پروپاګند په ډول استفاده کوي. موږ د دښمن ادعا په په کلکه ردوو”.
نوموړي څلور کسان چې ملي امنيت رياست يې ويډيو خپره کړې د فدا محمد په نوم یو تن يې وايي، چې دل اغا مشهور په ماماتي د بريښنا رئيس ته زنګ وهلی و او د لسګونو زرو ډالرو غوښتنه يې ترې کوله چې د نه ورکړې له کبله يې یاده پايه الوزولې ده.
په عین حال کې د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي زاده وايي، په سیمه کې د برېښنا ستنې د غير مسؤله وسله والو او غلو له لوري تخريبيږي.
د يادونې ده، چې د تيرې چهارشنبې په شپه د سالنګ په اهنګرانو سيمه کې د برېښنا یوه پايه الوزول شوې وه چې د کابل په شمول د يوولس ولايتونو بريښنا بنده شوې وه خو چارواکي وايي، په موقتي ډول بريښنا تړل شوې او په اساسي توګه بيرته د بريښنا پايې او مزو د ترميمولو چارې روانې دي.



