د اشغال خاتمه، د افغانستان د قضيې حل دی!!

 

غورځنګ

تقريباً اتلس کاله وړاندې امريکا پر افغانستان باندې حمله وکړه او د افغانستان فضاء، ځمکه، حريم بلکې هر څه يې په خپله ولکه کې راوستل او بيا پر افغانستان باندې د پخواني شاه شجاع لمسيان او کړوسيان مقرر کړل تر څو د افغانانو هر څه نړۍ ته تر پوښتنې لاندې راولي.

پر افغانانو دغه ټاکل شوي غلامان اکثره وخت په افغانستان کې د وژل شويو امريکايانو په قبرونو د ګلانو ګېډۍ ږدي او شکرانه ګي يې اداء کوي چې ګواکې تاسو د ډيموکراسۍ په لاره کې ستره قرباني؟؟ ورکړه. وخت پر وخت د امريکايانو ظالمو او وحشي جنرالانو ته چې د عامو افغانانو او مسلمانانو په وينو يې لاسونه سره دي؛ د افغانانو د تاريخي اتلانو په نومونو مډالونه ډالۍ کوي. او دا مډالونه د دې لپاره ورکوي د دغو ډاليو پواسطه دغو امریکايي وحشي جنرالانو ته دا ورفهموي چې ګواکې په افغانستان کې تاسو دغسې کارنامې کړي لکه څنګه چې دغو اتلانو کړي دي.

خو په دې بايد هر څوک پوه وي چې افغانستان د خپل اوږده او شانداره تاریخ په اوږدو کې يرغلګرو ته سر نه دی ټيټ کړی نو اوس به يې څنګه ټيټ کړي؟؟ افغانستان د غيرتونو او مېړانو کور دی، دلته به د افغانانو واک او ځواک چلېږي، که په نوره نړۍ کې سوپر طاقت وي، خو افغانانو ته سوپر طاقت بيا صفر دی، دلته د پرديو غلامانو ته هر وخت يوه څلور لارې د اعدام لپاره انتظار باسي.

مګر که څه هم ځينې اشغال پلوه خلک او هغه څوک چې د اشغال په موجوديت کې يې هيلې خوندي وي او يا يې هم ګټې خوندي وي، د اشغال پاتې کېدل او دوام غواړي خو نور پاتې ټول ملت په يوه خوله د اشغال خاتمه غواړي او له يرغلګرو او ټولې نړۍ څخه غواړي چې افغانستان د افغانانو کور دی او بايد افغانانو ته پرېښودل شي، که افغانان پکې هر ډول واکمنۍ غواړي، او هر ډول واک يې خوښ وي نو هماغه ډول واکمني جوړوي.

اشغال ګر بايد له افغانستان څخه په هر صورت ووځي، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې نورو هېوادونو ته واکمنۍ جوړولې، نو د خپلې واکمنۍ د جوړېدو لپاره خو به خامخا برنامې لري، خامخا به خپل برخليک ټاکلی شي ځکه چې دلته سلطان محمود غزنوي واکمني کړې ده او نږدې نيمه اسلامي نړۍ يې په واک کې پاتې شوې ده، د هماغه په تقليد نور افغانان که اوسني وي او يا هم د هرې زمانې وي، د واکمنۍ د جوړېدلو او جوړولو توان او طاقت لري، خو شرط دا دی چې اشغال بايد ختم وي.

له افغانانو څخه بايد نړۍ وېره ونه لري، ځکه چې افغانان هېڅکله هم د نورو په نظامونو کې مداخله نه کوي، که يې کولی نو اوس به په ګاونډيو ملکونو سره له دې چې دامريکا موجوديت د وايروس په شکل دی؛ بد امني او يا هم د بد امنۍ اثرات وو.

دغه شان په افغانستان کې د اشغال موجوديت داسې دی لکه په کوهي کې چې مرداره يا مړزګه پرته وي، کله چې مرداره يا مړزګه له کوهي څخه ونه وېستل شي نو هېڅکه هم د کوهي اوبه نه صفا کېږي، نو ځکه خو بايد لومړی دغه مرداره يا اشغال ختم شي.

که څه هم ګټې سره توپير لري، هيلې او ارمانونه سره توپير لري، مخالفتونه وجود لري، شخصي ګټې هم يو له بله خورا او جوت توپير لري، خو تر ټولو اهم شی چې دغه ټولې ګټې تأمين کولی شي، د اشغال خاتمه ده، کله چې اشغال ختم شي، نو افغانان تر خپل منځ د وروګلوۍ او د مينې او شفقت د ژوند تېرولو وړتيا لري.

نو په هر صورت بايد افغانان خپل نظام جوړولو ته پرېښودل شي.

دغه شان بايد څرګند کړو چې افغانستان کې چې دا دی تقريباً څو لسيزې راهيسې جګړه روانه ده او هېڅ پای نه لري، نو که چېرته ټول افغانان غواړي چې پاتې ژوند يو پرُ امنه او پرُ خونده ژوند تېر کړي نو د اشغال پای دې وغواړي او د اسلامي نظام راتګ ته دې لارې برابرې کړي، يوازې او يوازې اسلامي نظام دی چې د ټولو مسلمانانو او ټولو افغانانو هيلې پکې تحقق مومي.

نو راځئ! چې دا يوه اسلامي او ملي دنده وبولو چې اشغال نه منو!!

اشغال زمونږ نواميس رالوټي!!

اشغال مو دين بربادوي!!

اشغال مو مقدسات توهينوي!!

اشغال مو علماء کرام راشهيدانوي او له لوړو هستيو مو خلاصوي، چې بیا به د ړوندو په څېر لار ورکي يو لکه د نړۍ نور اسلامي ملتونه!!

اشغال مو عام المنفعه ځايونه ويجاړوي!!

اشغال مو هر څه ترړوي!!

اشغال مو د ماشومانو ژوند اخلي!!

اشغال مو ماشومان بې تعليمه کوي!!

اشغال مو خپلواکي اخلي!!

اشغال مو ازادي اخلي!!

اشغال مو هېڅ ډول اساساتو ته ژمن نه دی!!

نو راځئ! چې د اشغال پر خلاف نړيوال غږ اوچت کړو!!

که په اروپا کې يو او  يا هم په هر هېواد کې راځئ! چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره لاس په کار شو او د اشغال مخالفين واوسو!!

دا مو شرعي او نړيوال حق دی!!

وګورئ! د ملګرو ملتونو لايحه چې د هېوادونو د ازادۍ په باب يې څه پکې ليکلي دي؟؟

هر هېواد ازادۍ او خپلواکۍ حق لري.

 

مربوطه مطالب

Back to top button