په مطمئن ګذار، د افغانانو په اطمنان ګذار دی!!

امین وردګ

تېره ورځ د کابل په خوشال مېنه کې (د جمعې مبارکې له لمانځه وروسته) د نامعلومو(؟!) کسانو له خوا د سولې او سوکالۍ په تږي ځوان، ښاغلي انجنیر نظرمحمد (مطمئن) باندې ډزې شوې، خو دا ډزې د افغانانو په سکون او اطمنان باندې یو جوت ګذار دی.

مطمئن کوم داسې کار کړی ؤ چې باید ووژل شي؟

که مجرم وي خو مردانه وار یې په دار و ځړوئ!

که یې طالب بولئ؛ خو دی هم (د نورو طالب مشرانو په توګه) د خپل بادار شخصي بندخونې (کیوبا) ته واستوئ او که یې سپينې او رڼې خبرې خوند نه درکوي؛ نو رسانوي تحریم پرې ولګوئ؛ دا مو نو څه نامردۍ پیل کړې دي.

خو نه!

زما ښه په یاد دي چې د داخله وزارت له یوه لوړپوړي چارواکي سره یې مرکه وه او هغه به یې چې ځواب ونشو کړلای، نو به یې د اختارونو او تهدیدونو کڅوړې ته ورته لاس کړ؛ ښاغلي مطمئن ورته وویل ((که هر څومره اخطارونه راکړئ، بیا هم له کابله نه وځم)) څه وخت وروسته بیا په مرموز ډول بې درکه شو، هېچا ته یې پته نه وه چې چا یووړ؟

دا ډول نامردۍ یوازې د مزدورو ادارو او بزدلو حاکمانو کار وي.

مېړونه په ډګر سړي ته غږ کوي چې: وژنم دې، ځان تیاروه.

ښاغلی مطمئن د افغانانو سوکالي او خوشالي غواړي.

مطمئن نه غواړي چې (نورې دې بې ځایه) د افغانانو وینې تویې شي، ځکه د سولې په قافله کې تر ډېرو… ستړی ښکاري.

مګر هغوی چې خپل بچي د نورو په وینو مړوي؛ نو چېرې بیا داسې کسان زغملای شي.

ښاغلی مطمئن زه ډېر ښه پېژنم چې د سولې په لاره کې څومره مخلصانه او مسئولانه پلونه اخلي.

مطمئن د غمځپلو افغانانو د زړونو دردونه دنیا ته ښیې، نو ځکه خو په مطمئن باندې افغانان کلک خفه کیږي هم.

اې بزدلو او جوټه خوارو!

موږ پوهېږو چې تاسو الله پیدا کړي همدې پردیو خوشتو ته یئ، ځکه خو له تاسو د مردانګۍ تمه د خوب لیدنه ده.

خو زما واورئ!

قسم کوم چې د مطمئن په قدمونو باندې په زرګونو افغانان روان دي، تاسو به بریالي نه شئ.

که دا مطمئن لاړو، بل به تر دې لا مطمئن درته راپورته شي، که هغه لاړو بل او که بل لاړو، بیا بل.

ډېر ځوانان به د مطمئنې مفکورې او مطمئنې عقیدې د لړۍ کړۍ جوړ شي او ستاسو غاړ ته به ولوېږي ان شاءالله.

او اې! خبره واورئ!

ښځو ته به مو نو څه ځواب کوئ؛  چې دغه بې ځانه سړي توپنچه څنګه درنه یوړه!

شرم وکړئ او له الله نه مرګ ځانو ته وغواړئ.

مرداري خو مو لاړه چې لاړه ، مګر هغه پرتوګ مو هم په میدان پاتې شو.

مربوطه مطالب

Back to top button