ټاکنو کمیسیون: دمعلوماتو ملي مرکز ته داطلاعاتو په لېږد کې پڅوالی راغلی، ښایي پایلې وځنډیږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱ تله ، ۱۳۹۸ل)
یوې خوا دنوماندانو ترمنځ ژور اختلافات او ناندرۍ، او بلې خوا درایې په شمېرلو او اطلاعاتو په لېږد کې موجود پڅوالي دکورنیو او بهرنیو بنسټونو اندیښنې راپارولي دي.
تازه د ټاکنو کمیسیون یوه کمیشنر مولانا عبدالله له رسنیو سره په تازه خبرو کې ویلي چې د معلوماتو ملي مرکز ته د اطلاعاتو په لېږد کې پڅوالی راغلی او دا مسئله به د کارونو د ځنډ سبب شي.
دده په خبره د شفافو پایلو اعلان او شفافیت رامنځ ته کول وخت غواړي نو له دې امله به د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څو ورځې و ځنډېږي.
بلخوا رسنيو د کميسيون د مسوولينو له خوا د ۲۳۰۰ بايوميتريک دستګاوو د قرنطين کيدو خبر هم ورکړی دی او دامسئله یې داندیښنې وړ بللې ده.
ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې تلې میاشتې په ۲۷ مه نیټه اعلان شي، خو دې ټولو مشکلاتو ته په کتو، داسې ښکاري چې پایلې به له سختو کړکېچونو او ناندریو سره سره لاهم وخت ونیسي.



