ليکوال: م، نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : که چيرته د استسقاء په وخت کې د دريو ورځو له پوره کيدا دمخه باران وشي نو د دريو ورځو پوره کول ضروري دي او که نه؟ او په استسقاء کې د خطبه حيثيت څه دى؟.
ځواب : د استسقاء لپاره تر دريو ورځو پورې وتل مستحب دي، له دې څخه زيات ثابت نه دي، که چيرته د دريو ورځو له پوره کولو دمخه باران وشي نو د استسقاء عمل پوره شو د دريو ورځو پوره کول ضروري نه دي، او که چيرته خلک د الله تعالى د شکر اداء کولو لپاره ووځي نو مستحب دي او په نه وتلو کې هم کومه خبره نشته، او په استسقاء کې خطبه د صاحبينو په نزد سنت دى او په همدې باندې فتوى دى، او که چيرته خطبه ونه ويل شي بيا هم له سنتو خلاف نه دى، په روايتونو کې له خطبه پرته يازې لمونځ او دعا هم ثابت دي ([1]).
استسقاء لمونځ دى او که يوازې دعا او استغفار
پوښتنه : د استسقاء لپاره لمونځ دى او که يوازې دعا او استغفار؟ که چيرته لمونځ وي نو په جماعت او خطبه سره دى او که جلا جلا دى؟.
ځواب : د استسقاء لپاره لمونځ شرط دى، او يوازې دعا او استغفار هم کافي دي، په جماعت او خطبه سره يې کول هم ثابت دي، او که جلا جلا (فرداً فرداً) وکړى شي نو هم کومه خبره پکې نشته ([2]).
د استسقاء لپاره د لاسونو چپه نيول او دعا غوښتل
پوښتنه : يو شمير علماء کرام د جمعه په تقريرونو کې وايي چې د استسقاء لپاره د لاسونو د څټ مخ نيولو په حال کې دعا غوښتل کيژي، آيا شرعاً د لاسونو څټ مخ نيول او بيا دعا غوښل ثابت دي او که نه؟.
ځواب : په احاديثو کې د استسقاء لپاره د لاسونو خټ مخ نيول او دعا غوښتل ثابت دي او فقهاء کرامو دا سنت گڼلي، لهذا د همدغو علماء کرامو وينا صحي ده، مګر د لاسونو د سمو نيولو په حال کې د دعا غوښتل هم منع نه دي ([3]).
د استسقاء رکعتونه څو دي
پوښتنه : د استسقاء لمانځه رکعتونه دوه دي او که څلور؟ يو شمير خلک څلور کوي او وايي چې له امام صاحب رحمه الله او صاحبينو رحمهم الله په دواړو باندې عمل کړى دى، آيا د دوى دا خبره صحي دى؟.
ځواب : د حضرت امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد په استسقاء کې لمونځ ضروري نه دى، ځکه چې استسقاء د دعا او د استغفار نوم دى، له حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دواړه طريقې منقولې دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم يوازې په دعا باندې هم اکتفاء کړې دى او کله يې لمونځ هم کړى دى، نو بناء په همدې امام صاحب رحمه الله فرمايي که لمونځ وکړى شي نو هم کومه خبره نشته، او د صاحبينو په نزد د اختر په څير دوه رکعته کيژي ([4]).
په نفلو او سنت غير مؤکده ؤ کې فرق (توپير)
پوښتنه : په نفل لمانځه او سنت غير مؤکده کې څه فرق دى؟ ځکه د دواړو لپاره داسې ويل شوي دي چې که چيرته وکړل شي نو ثواب دى او که ونکړل شي نو ګناه نشته؟.
ځواب : سنت غير مؤکده او نفل نژدې نژدې دي، په دوى کوم زيات فرق نشته، البته دا فرق شته دى چې سنت غير مؤکده منقول دي، له همدې امله د هغو درجه په ځانګړې توګه مستحب دى، او نورو نفل منقول نه دي، له همدې امله د هغو درجه د عام نفلي عبادت دى ([5]).
له وترو وروسته دوه رکعته نفل ثابت دي
پوښتنه : له وترو وروسته دوه رکعته نفل کومو ته چې تحية الوتر ويل کيژي ثابت دي او که نه؟.
ځواب : له وترو وروسته دوه رکعته نفل ثابت دي، په ترمذي شريف کې روايت موجود دى ([6]).
د سنتو او فرضو په مينځ کې دنيوي خبرې کول او د هغه حکم
پوښتنه : زيد د سهار سنتو او فرضو او د ماسپښين سنتو او فرضو په مينځ کې دنيوي خبرې کوي، آيا په دې سره د سنتو را ګرځول ضروري دي؟.
ځواب : په دې سره ثواب کميژي، د سنتو را ګرځولو ته ضرورت نشته، وفيه اختلاف ([7]).
د ماښام نفلو پريښودل
پوښتنه : آيا د ماښام په لمانځه کې له دوو سنتو وروسته دوه رکعته نفل کول ضروري دي؟ او که چيرته يې څوک ونکړي نو ګنهګار کيژي خو به نه؟.
ځواب : د نفلو معنى دا دى چې وکړل شي نو ثواب دى او که پريښودل شي نو ګناه نشته ([8]).
ايا د سهار سنتو له کولو پرته د فرضو کول روا نه دي
پوښتنه : يو شمير خلک وايي چې د سهار په لمانځه کې د سهار سنتو له کولو پرته د سهار د فرضو په جماعت کې ګډون نشي کيدلاى او نه د فرضو کول روا دي، آيا دا خبره صحي دى او که نه؟.
ځواب : د سهار د سنتو ډير زيات تاکيد راغلى دى، که چيرته يو کس جومات ته په داسې وخت کې ورسيژي چې د سنتو کولو لپاره وخت نه وي او که چيرته يې کوي نو د فرضو په جماعت کې ګډون نشي کولاى نو داسې کس ته پکار دي چې په جماعت کې ګډون وکړي، بيا د لمر له لژ را پورته کيدو وروسته سنت وکړي ([9]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٤٥٤، بحواله : الهنية، ج : ١، ص : ١٥٤، حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٥٤٨ – ٥٤٩، غنية المستملي، ص : ٣٧٠، معارف السنن، ج : ٤، ص : ٤٩٣.
([2]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٢٤، بحواله : ردالمحتار، باب الاستسقاء، ج : ٢، ص : ١٨٤.
([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٤٥٥، بحواله : معارف السنن، ج : ٤، ٤٩٦، مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ٥٥١، البناية في شرح الهداية، ج : ٣، ص : ٤١٦.
([4]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٨٩، بحواله : بدائع الصنائع، ج : ١، ص : ٢٨٢.
([5]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢٠٠، بحواله : فتاوى شامية، ج : ١، ص : ١٠٣، مطلب في السنة وتعريفها.
([6]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٢٨، بحواله : ترمذي شريف، ابواب صلاة الوتر، ج : ١، ص : ١٠٨.
([7]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ١٥٨، ولو تکلم بين السنة والفرض لايسقطها ولک ينقص ثوابها وقيل يسقط الدر المختار علي هامش ردالمحتار، باب الوتر والنوافل، ج : ١، ص : ٦٣٦.
([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٢١١، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٣، باب الوتر والنوافل.
([9]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٨١، بحواله : سنن ابى داؤد، کتاب الصلوة، باب في تخفيفهما، ج : ١، ص : ١٨٦، سنن ابى داؤد، کتاب الصلوة، باب من رخص فيهما اذا کانت الشمس مرتفعة، ج : ١، ص : ١٨٨.
















