مسؤولين: د افغانستان ۱۰۷ ولسوالۍ د طبيعي پيښو له ګواښونو سره مخ دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۲، دوشنبه)
د افغانستان طبيعي پيښو ته د رسيدنې وزارت مسؤولین وايي، چې د هیواد ۱۰۷ ولسوالۍ د طبيعي پيښو له ګواښونو سره مخ دي.
د یاد وزارت د مسؤولینو په وينا، ښايي راتلونکی ژمی د هيواد په ختيځ، شمالي او مرکزي ولايتونو کې د سيلابونو او زيات ورښت له کبله ۱۰۷ ولسوالۍ له خطر سره مخ شي.
طبيعي پيښو ته د رسيدنې وزارت چارواکي وايي، له تير کال راهيسې په ټول افغانستان کې څلور سوه زره کسان د وچکالۍ له امله بې ځايه شوي دي.
که څه هم د دغه وزارت مسؤولین وايي، چې امريکا، جاپان او اروپايي اتحايې ورسره څلورويشت ميليونه ډالره مرسته کړې چې په اړمنو خلکو به ولګول شي خو تر دې مخکې د هيواد له بيلابيلو ولايتونو شکايتونه شوي چې د طبيعي پيښو پر مهال حکومت ورته پر وخت رسيدنه نه کوي چې له کبله يې خلک له مالي او ځاني زيانونو سره مخ کيږي.



