کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
دنیویارک تایمز خبریال مجیب مشال په خپله ټوېټر پاڼه یوشمېر ولایاتو کې دبې ساري درغلیو ځینې مستند مثالونه وړاندې کړي.
بغلان:
په لومړي سر کي د رایه ورکونکو شمېر ۱۵۵۰۰۰ ښودل سوی وو، خو اوس چي د بغلان ۷۰ ٪ رايي په بایومټریک چیک سوي دي، د بغلان د رایو شمېر ۲۹۰۰۰ ته راکښته سوی، مانا داچې څه د پاسه یو لک رايي باطلې دي.
پکتیا:
په لومړي سر کې ۱۶۱۰۰۰ اعلان سوې وې، خو اوس چي د پکتیا ۷۵ ٪ رايي په بایومټریک چیک سوي، د رایو شمېر ۳۷۰۰۰ ته راکښته سو، مانا داچې څه د پاسه یو لک رايي باطلې دي.
کندهار:
په لومړي سر کې ۱۹۰۰۰۰ رایې اعلان سوې وې. خو اوس ۵۴۰۰۰ ته راکښته سوي، مانا داچې یو لک رايي باطلې سوې.
ننګرهار:
په لومړي سر کې ۲۵۵۰۰۰ اعلان سوې وې، خو اوس د بایومټریک له کبله ۱۷۰۰۰۰ ته راکښته سوې.
هلمند:
په لومړي سر کي ۱۱۵۰۰۰ اعلان سوې وې، خو اوس د بایومټریک په وجه ۳۷۰۰۰ ته راکښته سوې.
دیادونې وړ ده چې تر دې وړاندې یوشمېر نوماندانو غني اوپلویان یې په درغلیو تورنول، په همدې احصایې کې جوته شوې، یاد تقلب هغو سیمو کې شوی چې هلته دنورو نوماندانو خلاف د ولسمشر غني نفوذ زیات دی.


















