کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۳ تله ، ۱۳۹۸ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د طالبانو په تړاو نوې او نادرې څرګندونې کړي دي.
نوموړي ویلي، افغانستان کې طالب جنګیالي جګړې ته د داسې تفریح په نظر ګوري لکه مونږ چې د فوټبال یا نورو لوبو نندارې ته ځو، طالبان په همدومره لیوالتیا سره د تفریح لپاره جګړې ته ځي.
ټرمپ چې یو ځل مخکې هم ویلي وو افغانانو له شوروي روسیه جوړه کړه، خو اوس یې بیا ویلي چې که غواړئ په جګړه کې د افغانانو قوت مالوم کړی له روسیې یې وپوښتئ.
دا په دې لنډو څو ورځو کې څویم ځل دی چې ټرمپ د افغانستان په اړه خبرې کوي.
نوموړي څو ورځې وړاندې هم په یوه کمپایني غونډه کې ویلي وو، موږ غوښتل د یوې لنډې مودې لپاره افغانستان کې پاته شو، خو دا جګړه ۱۹ کلونو ته و غزیدله.
ټرمپ زیاته کړې وه، نور د دې وخت را رسېدلی دی چې له افغانستانه خپل عسکر راوباسو او دا مصارف دخپل هېواد په بیارغونې ولګوو.
هغه همدا راز په یوه بله انتخاباتي غونډه کې ویلي وو هغوی ته چې د جګړې زده کړې ورکوو خپلې توپکې پر مونږ را اړوي چې اشاره یې هغو افغان عسکرو ته وه چې پر بهرنیانو بریدونه کوي.
ټرمپ د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو او کمپاینونو ته په یو شمېر لاسته راوړنو کار کوي، دکتونکو په باور، ممکن هر نوماند او خصوصا ولسمشر ټرمپ دعراق او افغانستان جګړو په پایته رسولو راتلونکې ټاکنې بیا ځل وګټي او دا دعمده لایته راوړنو په تر لاسه کولو سره ونوموي.


















