
ځئ چې سره یو شو او دا شیطاني پولې- مولې ونړوو!
لیکوال: امین وردګ
له کومه وخته چې لوی انګرېزي استعمار (برتانیې) د مسلمانانو واحد او متحد قلمرو تجزیه کړ او ستر اسلامي خلافت یې په وړوکو امارتونو او بیا يې پسې په ملوک الطوائفي نظامونو ووېشلو، نو له هاغې ورځې را پدېخوا بیا د اسلامي زعامتونو غاړو ته د انګرېز، امریکې او یا روسیې زنارونه لوېدلي دي.
مسلمانانو پوره دیارلس سوه دیارلس (۱۳۱۳) کاله پیاوړی قوت او واحد نظام لرلو:
۱- نبوي دور: درویشت کاله حضرت محمد (صل الله علیه و آله وسلم) د مسلمانانو امیر او زعیم ؤ.
۲- راشده خلافت: پنځو (۵) کسانو کړی؛ دېرش (۳۰) کاله حاکم ؤ چې لومړی خلیفه یې حضرت ابوبکر (صدیق) ابن ابي قحافه (رضی الله تعالی عنه) او آخرنی خلیفه یې حضرت امام حسن ابن حضرت علي (حیدر) ابن ابي طالب (رضان الله تعالی عنهما) ؤ.
۳- اموي خلافت: څوارلسو (۱۴) کسانو کړی؛ نیوي (۹۰) کاله حاکم ؤ ، لومړی خلیفه یې حضرت معاویه ابن ابی سفیان (رضی الله تعالی عنهما) او آخرنی خلیفه یې مروان ابن محمد ؤ.
۴- عباسي خلافت: اووه دېرشو (۳۷) کسانو کړی ؛ پنځه سوه څلیرويشت (۵۲۴) کاله حاکم ؤ ، لومړنی خلیفه یې ابن عباس او آخرنی خلیفه یې المستعصم باالله ؤ.
۵ – د اختلاف دور ؤ چې دوڅلوېښت (۴۲) کاله یې دوام وکړ، په دغه وخت کې هم مسلمانان (لکه د خلافت راشده په آخرو څلورو کلونو کې) سره یوه پارچه نه وو.
۶- عثماني خلافت: اووه دېرشو (۳۷) کسانو کړی ؛ شپږ سوه څلور څلوېښت (۶۴۴) کاله حاکم ؤ ، لومړی خلیفه یې عثمان ابن طغرل او آخرنی خلیفه یې عبدالمجید ثاني ؤ.
خو کله چې په (۱۳۴۲ ه ق) کال کې عثماني خلافت په ترکیه کې ونړېدلو، نو انګېزي استعمار سم له لاسه پرله پسې یرغلونه وکړل او په لڼډ وخت کې یې لومړی اسلامي قلمرو اشغال او بیا پسې تجزیه کړ.
وړوکي وړوکي امارتونه او شاهي نظامونه یې رامنځته کړل.
هغه وخت کې ځینې ساده فکره مسلمانان په دې نه پوهېدل چې؛ انګرېز ولې (د مسلمانانو لپاره) داسې کرغېړنه طرحه ډیزاینوي؟
په هرصورت!
انګرېز، امریکې او شوروي- د اسلامي قلمرو ولایتونه هم پسې تجزیه کړل او پر دوو، یا هم دریو هېوادونو یې ووېشل، هغه هم داسې چې؛ باید ډېر توپیر یې تر منځ حاکم شي!
قوانین یې په داسې توګه ورته وضع کړل، چې د اختلاف لوګي یې باید تر قیامته پورې آسمان ته وخیژي.
د ناپوهو او بزدلو حاکمانو د ناپوهۍ له امله – انګرېزي طرحې دومره ژورې ریښې (زموږ تر منځ) و ځغلولې، چې نن که له خپله ملکه، هغه خپل ملک ته ځو هم باید پاسپورتونه او ویزې ولرو.
مګر دوی (غربیان او اروپایان) ! چې زموږ د وحدت په وخت کې یو پر بل نه ګډېدل او سره تیت – پاشلي وو، نن یې تر خپل منځ سترې -سترې اتحادیې جوړې کړې او بیا دغو لویو اتحادیو، تر هغو لویې پسې جوړې کړې دي(لکه ناټو او بین المللي ټولنه) چې څه باندې نیمه نړۍ یې سره متحده او نږدې یوه قومانده کړې ده ؛ داسې چې په خپل منځ کې ویزې او پاسپورتونه نه کاروي او نه هم جګړې سره کوي، که یې څوک په وړاندې مازې (محظ) پزه هم کش کړي، نو په ټولو سره برید پرې کوي، که څه هم چې مقابل لوری به یې د دوی د یوه هېواد د مقابلې جوګه هم نه وي، خو دوی به د کوڅه ډبو سپو په شکل هجوم پرې راوړي، لکه نن چې ټول غرب په وړوکي افغانستان برید کړی، خو الله وشرمول اوس د تېښتې لارې لټوي.
بچو! دا افغانستان او مبارزین یې افغانان دي! سر خلاص کړئ.
ګورئ! دا (بین المللي ټولنه) هم یو کفري قوت او غربي اتحادیه ده، چې پرې غلط نه شئ! که يې نه منئ؛ اعمال یې تعقیب کړئ چې د چا او څه لپاره کار کوي.
دا چې ولې موږ وپاشل شوو او لا هم پاشل کیږو؟
د دې علت فقط د اسلامي هېوادونو د حاکمانو جهالت او ناپوهي ده او هم دا چې د دښمن په لومو کې یې پښې او په ځغونو – یا ژغونو کې یې غاړې نښتې دي.
زموږ ټوله ورځ له ایران او پاکستان سره په شیطاني کرښو جګړې وي، چې هله پاکستاني را اوښتي! هلئ چې افغاني پاکستان یا ایران ته قاچاقي ننوتي!
دا یې لا څه کوئ! اوس ځینې تورمخي لګیا دي او غواړي چې افغانستان پر دوو او پاکستان پر دریو برخو سره وویشي او دا کار کېدونکی دی.
څومره چې هېوادونه ډېرېږي، همغومره یې ستونزې او تضادونه هم ډېرېدلای شي! نو سخت جاهل انسان به د خپل هېواد تجزیې او جغرافیایي کمښت ته خوشال وي.
څه دنیا به ونړیږي ! چې ټول اسلامي هېوادونه تر خپل منځ یوه ستره اتحادیه او یو قوي فوځ را منځته کړي؟ یا خو لږ تر لږه، یو بل ته په آرامۍ او خوشالئ سره ورشي او دا پاسپورتونه او ویزې لیرې کړي!
خو نه! دوی دا کار نه کوي او نه یې کولای شي ؛ ځکه چې هم ناپوه دي او هم د پردیو د لاسونو آلې.
زه ټینګ باور لرم! چې تر څو دا کرغېړنې کرښې – مرښې له منځه یو نسو، د عزت او سوکالۍ ژوند به را باندې د ((ط)) ټکی وي.
یا به د غربي او شرقي ښکېلاک غلامي منو او یا به وژل کیږي، دریمه لاره خو زه یقیني که وینم.
بلې! موږ جهادونه وکړل او غزاګانې مو هم وکړې ، موږ د جګړې په میدان کې د لوړو حوصلو او بې نظیر مقاومت نړیوال ریکارډ لرو اما په اداري سیاست او متحد زعامت کې بلکل ناکام یو.
زموږ یوه ستره غلطي دا هم ده چې؛ کله اشغالګر مات کړو، نو بیا کور کېنو! چې نور مو جهاد خرابیږي.
هغه نو میدان بیا لېوانو او شغالانو ته خوشې شي او هغه څه وکړي چې؛ زموږ هغه ګټلی ویاړ له خاورو سره خاورې کړي او په سلګونو کلونه شاته مو و غورځوي.
او بل دا چې؛ مشران مو ناپوهان او غیر لایق قشر دی، ځکه خو یو له بل سره اتحاد او اسلامي اخووت نشو زغملای.
که نن زموږ کوم زعیم له پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او یا تاجکستان سره (د پولې په لیرې کولو او یا د خپل هېواد له هغوی سره په یو ځای کولو) خبره وکړه، هغه ته موږ خائن او خاکفروش وایو.
بلې! همدا زموږ منطق دی.



