په تيرو نهه مياشتو کې ۱۷ زره افغان پناه غوښتونکي اروپايي هيوادونو ته داخل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۴، چهارشنبه)

د اروپايي ټولنې د سرحداتو اداره وايي، چې د ۲۰۱۹م کال راهيسې تر دې دمه ۸۰زره پناه غوښتونکي د اروپايي ټولنې غړو هيوادونو ته داخل شوي دي.

د یادې سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغه پناه غوښتونکو کې لس زره سوري او اوولس زره افغان کډوال دي.

د اروپايي ټولنې سرحداتو ادارې د معلوماتو له مخې، د افغان کډوالو له ډلې نيمايي يې د ايران له لارې اورپا ته داخل شوي دي.

د کډوالو د نړيوالې ادارې د راپور پر اساس، پر ايران د امریکا له بنديزونو راوروسته د یونيم لک په شاوخوا کې افغانان په خپله خوښه هيواد ته ستانه شوي او د دوه نيم لکو څخه زيات يې په زوره شړل شوي دي.

که څه له تیرو شاوخوا لس کلونو راهيسې اروپايي هيوادونو ته په قاچاقي لارو د افغانانو تګ پيل شوی خو په وروستیو کې کلونو کې د پخوا په پرتله نورو هيوادونو ته د تلونکو افغانانو شمير کم شوی دی.

افغانستان کې د بيکارۍ، فقر او نا امنيو له کبله ډيری افغان ځوانان د اروپايي هيوادونو په تکل ووځي چې ډيری يې په سختو قاچاقي لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.

Related Articles

Back to top button