ترکيه: سوريه کې اوربند نه کوو.

 کابل ټکی کام (چهارشنبه، ٢٤ تله ، ۱۳۹۸ل)

 ترکيې د سورېې  شمال کې د روانو پوځي عملياتو د ځنډولو او اوربند وړانديزونه رد کړ او هلته يې د خپلو پوځيانو د پرمختګ خبر ورکړی.

دا څرګندونې د ترکيې ولسمشر پر داسې مهال کړي، چې ټاکل شوې، د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او د بهرنيو چارو وزير مايک پنس سبا پنجشنبه د ترکې په پلازميه کې له هغه سره وګوري.

د امريکا مرستيال اولسمشر وايي، سوريه کې د ترکيې له خوا د پوځي عملياتو درولو او د اوربند هڅه کولو لپاره انقرې ته ځي او هلته به په دې اړه له ولسمشر اردوګان سره خبرې وکړي.

په دې وروستيو کې د امریکا د ماليې وزارت سوريه کې د عملياتو په ځواب کې د ترکيې پر کورنيو، دفاع او انرژۍ  وزارتونو د بندیزونو  لګولو خبر ورکړ.

ولسمشر اردوګان ويلي، امریکا پر ترکيې بنديزونه لګوي، د عملياتو بندولو لپاره پر موږ فشارونه اچوي، خو زموږ دريځ روښانه دی او د هېچا بنديزونه او فشارونه پر موږ اغېز نه شي کولی.

ترکيه په دې باور ده، چې سرحدي سيمو ته څېرمه د سوريې په شمال کې کردي ملېشې ترهګر دی او تر هغو به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، چې کردي ملېشې د سوريې له سرحده په لسګونو کيلومټره لرې کړي او په دغه سيمه کې ترکيې مېشتو سوريايي کډوالو ته امن سيمې رامنځ ته کړي.

Related Articles

Back to top button