دسولې په هيلو چا خاوري واړولې.!!

ليکوال: م.جميل باور
نژدې دوه لسيزې وړاندې د امريکا په تجارتي مراکزو تر مرموزو حملو وروسته امريکايانو تور پورې کړ، چې ګواکې دا حملې د افغانستان په خاوره کې پلان شوې وې او د غچ اخيستلو ګواښونه يې کول، د افغانستان اسلامي امارت له لومړۍ ورځې د انساني تلفاتو د مخنيوي، ملي ګټو او ټولګټو تأسيساتو د خونديتوب په پار د دې موضوع په سياسي حل ټينګار کاوه.
امريکايانو ياد بريدونه پلمه کړل او پر افغانستان يې د ټولو نړيوالو قوانينو خلاف يرغل وکړ، يو مشروع او ځواکمن نظام يې نسکور کړ. اسلامي امارت د دې ته اړ کړای شو چې د هيواد د ازادۍ او دفاع لپاره مشروع جهاد او مقاومت ته مخه کړي، چې دا دی تر ډېره بريده يې بېرته هيواد ته ازادي اعاده کړې ده.
د ازادۍ د بېرته اخيستلو لپاره له وسلوالې مبارزې سره سره، اسلامي امارت يو رښتيني سياسي ډيالوک ته هم ژمن دی، او په هم دې موخه يې د قطر هيواد په پلازمينه دوحه کې يو سياسي دفتر هم پرانيستی دی، چې د افغانستان د روانې تحميلي جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو جهتونو سره خپل نظر او پاليسي شريکه کړي.
له څو کلونو پرلپسې هڅو وروسته د اسلامي امارت سياسي سفيران وتوانېدل چې د ځينو سترو قدرتونو او د سيمې د هيوادونو اعتماد تر لاسه کړي او دې ته يې وهڅوي چې د افغانستان د روان بحران د پای ته رسولو لپاره د اسلامي امارت جامع طرحه او رڼه پاليسي تائيد کړي.
د همدې هڅو په لړ کې د اسلامي امارت سياسي استازو له تېر يو کال راهيسي د امريکايي مرکچيانو سره نهه پړاوه بريالي مذاکرات لرل ، چې په نتيجه کې يې د جوړجاړي يو ې توافقنامې ته سره ورسېدل، چې له عملي کيدو وروسته به يې امريکايان په افغانستان کې هيڅ ډول پوځي شتون نه لري، او په بدل کې به يې اسلامي امارت دا تضمين ورکوي چې د افغانستان له خاورې به په دوی حمله نه کيږي.
هيله وه چې د دې توافقنامې د لاسليک لپاره رسمي مراسم جوړ شي او د افغانستان اوږد او خونړي ناورين ته د پای ټکی کيښودل شي؛ خو د سولې او امن دښمنانو يو ځل بيا خپلې بد شکله څېرې بربنډې کړې، د امريکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ټوټيټر له لارې دا پروسه و ځنډوله، او خپل استازي يې واشنګټن ته وروغوښتل.
که څه هم په ښکاره ډونالډ ټرمپ د مذاکراتو د ځنډ لامل د اسلامي امارت له لوري د دوی د يو سرتيري وژل وښودل؛ خو دا خبره له عقل او منطق څخه ډېره لرې وه، ځکه چې نه خو تر اوسه توافقنامه لاسليک شوې وه او نه هم امريکايانو خپلې حملې درولې وې، چې اسلامي امارت يې په اساس حملې بندې کړې وای.
د سولې د پروسې د ځنډ اصلي لامل په سياسي ډګر کې د دوی ماته، د دوی له لوري سولې ته نه ژمنتيا او په کور د ننه د ځينو هغو قوتونو فشار و چې په جګړه کې خپلې ګټې ويني.
کابل رژيم چې سوله کې يې د خپل واک پايښت په خطر کې ليده ، او له پيله يې د دې خبرو مخالفت کاوه، د ټرمپ د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ او يو ځل بيا يې د افغان اولس د هيلو غوټې ماتې کړې؛ خو اسلامي امارت چې د هيواد پرمختګ او هوساينې ته رښتينې ژمنتيا لري، يو ځل بيا په پوره صراحت سره خپله امن غوښتونکې پاليسي څرګنده کړه، چې د هيواد تر بشپړې ازادۍ او ارامتيا پورې به په نظامي او سياسي برخو کې هيڅ راز هڅې ونه سپموي.



