شپږيزه ليګ: میس عینک لوبډلې اتلولي وګټله

کابل ټکی کام (جمعه، ٢٦ تله ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل په مشرۍ د میس عینک لوبډلې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه.
د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې وګټله خو سيالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د بند امیر ښامارانو په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره میس عینک لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.
د بند امير ښامارانو په ځواب کې د میس عینک اتلانو لوبډلې ښه لوبه پیل کړه او تر ۹ اوور پورې یې ۷۱ منډې کړې وې او هیڅ لوبغاړی یې نه و سوځیدلی.
په وروستیو درې اورونو کې د میس عینک لوبډلې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او په وروستي اور کې څلور منډې په کار وې.
مس عینک لوبډلې دغه هدف په وروستي اوور کې د یو توپ په سپمولو پوره کړ.
د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د روانې په ۱۵ مه نيټه د بند امیر ښامارانو، کابل بازانو، امو نهنګانو، سپین غر زمریانو او د میس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.



