امريکايي عسکرو په ميدان وردګو کې يوځل بيا دوه ملکيان وژلي

کابل ټکی کام (شنبه، ٢٧ تله ، ۱۳۹۸ل)

امريکايي او حکومتي ځواکونو يو ځل بيا د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکيانو پر کورنو چاپه وهلې، دوه ملکيان يې وژلي، د کلي جومات يې د قرانکريم له نسخو سره سوځولی او څلور کليوال يې ژوندي له ځان سره بيولي دي.

د سیمې اوسېدونکي اوخبريال فضل من الله قاضي رسنيو ته ويلي، ګډو عسکرو د انجينر عصمت امانزي کور بمبار کړی، د هغه ورور او ماما يې وژلي دي.

د سيمې نورو اوسېدونکو هم ويلي، چې ګډو ځواکونو د ملکيانو کورونه په لوى لاس په نښه کړي او يو جومات يې هم ړنګ کړى دی.

طالبانو هم په يوه خبرپاڼه کې دميدان وردګو په جغتو ولوسوالۍ کې د ګډو ځواکونو وروستي عمليات غندلي او د ملکيانو وژل يې جنګي جنايت بللی دی.

وړمه ورځ هم امريکايي او دولتي عسکرو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال شپږ ملکيان وژلي وو.

د ګډ حکومت له پيله تراوسه دټول هيواد په کچه د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، هره ورځ د ميدان وردګ ولايت په شمول په ملکيانو د هېواد په ګڼو سيمو کې ګڼ شمېر بريدونه کيږي، چې قربانيان يې ملکيان وي، خو حکومت هروخت ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې طالبان او د هغوی خواخوږي په نښه کړي دي.

Related Articles

Back to top button