د ښوونکو لپاره د تدريس غوره ميتود!!

غورځنګ

دا چې اوس کفري نړۍ د ټکنالوژۍ له امله د پرختګ اوج ته رسېدلې ده خو اسلامي نړۍ لا هم د نه پرمختګ له امله د کافرانو او غربيانو تر تسلط لاندې ده او د تجارت، اقتصاد، وارداتو او صادراتو په لحاظ کفري نړۍ ته محتاج ده.

نو د ښوونځيواو پوهنتونونو ښوونکي بايد خپلو شاګردانو او محصلينو ته له لاندې غوره شوي ميتود څخه کار واخلي او د همدې مطابق بايد تدريس وکړي، تر څو پورې شاګردان او محصلين هر څه په عملي ډول زده کړي او د دغو ځوانو کادرونو په واسطه ټوله اسلامي نړۍ د کفر او کافرانو له احتياجه ووځي.

۱ـــ (اورېدل + هېرول):

دا ميتود چې د اسلامي نړۍ د ډېری هېوادونو په ښوونځيو او پوهنتونو کې کارول کېږي چې له امله يې اسلامي نړۍ د پرمختللې ټکنالوژۍ له امله وروسته پاتې هم ده،

په دغه ميتود کې شاګر يوازې له ښوونکي څخه اورېدل کوي، استاد هم په دغه ميتود کې يوزاې د درس تشرېح کوي، په دې ميتود کې درس هېڅ عملي او تمريني بڼه او جنبه نه لري بلکې استاد چې درس تشرېح کړي، شاګرد يې واوري، خو که استاد سبا له شاګرده د پروني درس پوښتنه وکړي نو په ټول ټولګي کې چې په عام ډول پکې تر دېرش او څلوېښتو پورې کسان موجود وي؛ يوازې درې يا څلور کسان  د ښوونکي پوښتنې ورځواب کړي، د نورو پاتې شاګردانو له ذهنه درس وتلی وي. نو ځکه بې ځوابه پاتې کېږي .

چې په پوهنتونو او مکتبونو کې د همدغه ميتود د کارولو له امله اسلامي نړۍ د ټکنالوژۍ په لحاظ وروسته پاتې ده.

نو دغه ميتود په ساينسي مضامينو کې بلکل ناکام ميتود دی.

۲ــــ د (ليدل + يادول) ميتود:

دغه ميتود چې له لومړي ميتود څخه مؤثر او اغېزناک دی او د شاګردانو ذهن ته پکې ښه درس لوېږي.

ښوونکي شاګردانو ته عملي درس ورکوي، يعنې کله چې ښوونکی شاګرد ته وايي چې  دوه او دوه څلور کېږي. نو يوازې د ويلو په لحاظ يې نه ورته وايي، بلکې څلور شيان، مېوې، يا نور څه ورته راواخلي او په عملي لحاظ سره ورته دوه په يوه لاس کې ونيس او دوه ورته په بل لاس کې، بيا ورته ووايي چې دا څو کېږي؟ نو شاګردان ورته ووايي چې څلور کېږي.

چې دا ميتود په هغو هېوادونو کې کارول کېږي کوم چې د نيمه پرمختګ په حال کې دي.

دغه ميتود که څه هم له لومړي ميتود څخه اغېز ناک دی خو بيا هم د تدريس غوره ميتود نشي جوړېدلای.

۳ـــ  د (کول + زده کول) ميتود:

دا دريم ډول ميتود چې له پورتنيو دواړو ميتودونو څخه زيات مؤثر او اغېزناک دی.  او د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې کارول کېږي. شاګرد پکې پوره په عملي ډول روزل کېږي او له همدې امله يې کاروونکي هېوادونو په نړۍ کې تر ټولو پرمختللي هېوادونه دي.

په دې ميتود کې د مثال په ډول کله چې ښوونکی شاګردانو ته جمع، منفي او يا هم نور څه ورښيي، نو لومړی يې خپله ښوونکی په عملي ډول تر سره کړي، بيا يې د ټولګي په ټولو شاګردانو باندې يعنې هر يوه شاګرد باندې په عملي ډول کوي.

د بېلګې په ډول: کله چې ښوونکی شاګرد ته وايي چې دوه او دوه څلور کېږي، نو لومړی خو ښوونکی څلور څيزونه راواخلي او بيا دوه په يوه لاس کې او دوه په بل لاس کې ونيسي، تر دې وروسته بيا شاګردانو ته د يوه لاس دوه او د بل لاس دوه سره ګډ کړي او ورته وښيي چې مجموعه يې څلور کېږي. بيا ښوونکی يو يو شاګرد راپاڅوي او په عملي ډول يې په هر شاګرد باندې اجراء کوي، نو ځکه خو که سبا ښوونکی د دې درس پوښتنه وکړي نو ضرور به د هر زده کوونکي ياد وي.

چې دريم ميتود (کول+ زد کول) د غوره تدريس لپاره ښه او تر ټولو مؤثر ميتود دی، د دې ميتود په عملي کولو سره کولی شو چې خپله ټولنه او ولس له نوې ټولې ټکنالوژۍ سره اشنا کړو او زده کوونکو ته د نړۍ پرمختللي هر څه وروښيو.

خو دا ميتود هله شونی او تر سره کېدونکی دی چې په هېواد کې اسلامي نظام موجود وي او خپله خپلواکي ولرو، ټولنه مو سم اشخاص رهبري کړي، غله، زورواکان، درنده ګان، ولس وژونکي او هر ډول خائنين له هېواد څخه ورک کړو.

او دا ځکه چې د سم نظام د درلودلو په حالت کې به د تدريس مواد په هر پوهنتون او مکتب کې موجود وي، چې د دغه دريم ډول ميتود اجزاء هم بلل کېږي.

Related Articles

Back to top button