ترکيه: که کردي وسلوال له سرحدي سيمو ونه وتل عمليات بيا پيلوو

کابل ټکی کام (شنبه، ٢٧ تله ، ۱۳۹۸ل)
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، که کردي وسلوال په ټاکلي وخت د سوريې له شمالي سيمو څخه ونه وځي ، نو ترک ځواکونه به دبيا ځل لپاره عمليات پيل کړي.
نوموړي چې د ترکيې په استانبول ښار کې يې خبريالانو ته خبرې کولى وويل، که تر راتلونکې سه شنبې پورې د سوريې په شمال کې د امن سيمې ستونزه هواره نه شوه، نو ترکي ځواکونه به يو ځل سيمه کې د کردي وسلوالو په خلاف عمليات پيل کړي.
د يادونې ده، چې تېره پنجشبنه د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار له ولسمشر اردوګان سره د ليدو لپاره ترکيې ته تللي و او له څلور ساعته بحثونو وروسته يې د پنځو ورځو لپاره د سوريې په شمال کې خپل عمليات په دې شرط ودرول، چې کردي وسلوال به له يادې سيمې وځي او دغلته به د ترکيې ځواکونو تر واک لاندې امنه سيمه رامنځته کيږي.
ولسمشر اردوګان ويلى، د سوريې په شمال کې د ترکي ځواکونو عمليات بريالي دي او په دې شرط يې وځنډول، چې تر راتلونکي سه شنبې به کردي وسلوال چې ترکيه يې ترهګر بولي د سوريې شمال کې له سرحدي سيمې ۳۵ کيلومټره لرې وځي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د ياد اوربند هرکلی کړی او په دې اړه يې له ترکيې ولسمشر اردګان څخه مننه وکړه، چې د پوځي عملياتو په در ولو يې دلکونو خلکو ژوند يې وژغوره.
ترکي ځواکونه د روان اکتوبر په نهمه د سوريې په شمال کې د کردي وسلوالو ملېشو په خلاف عمليات پيل کړي او وايي، چې دغه ملېشې بايد د ترکيې له سرحده ۳۵ کيلومټره لرې ووځي او سيمه کې د دغو ملېشو شتون د ترکيې دملي امنيت لپاره ګواښ بولي.
ترکيه وايي، دغې سيمې ته به هغه ۳۵ لکه سوريايي کډوال راوستل شي چې اوس مهال ترکيه کې ميشت دي.
د سوريې شمال کې «پي کې کې» او «وای پي جي» کردي ملېشې د داعش ضد جګړو کې د امریکا متحدين وو، خو اوس، چې امريکايي پوځيان له سوريې په وتلې دي، ترکيه په خپل سرحد کې دا ملېشې د خپل امنيت لپاره ګواښ بولي او وايي، چې بايد ژر تر ژر له سيمې ووځي.



