(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۹، دوشنبه)
د امریکا په جورجيا ايالت کې د يوې پيښې له کبله شپږ امریکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جورجیا چارواکي وايي، دغه پېښه يکشنبه د اکتوبر په شلمه نيټه د پوځي تمريناتو پر مهال رامنځته شوې ده.
تر اوسه د پيښې په تړاو نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو د چارواکو په وینا، په پېښه کې درې امریکايي پوځيان وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي چې روغتون کې د تداوۍ لاندې دي.
پوځي چارواکو د وژل شويو او ټپي پوځيانو د هويت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.


















