بنګله ديش: پر مظاهرينو د پوليسو ډزو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۹، دوشنبه)

بنګله ديش کې پوليسو پر هغه مظاهرينو ډزې کړي چې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي پر خلاف يې مظاهره کوله.

زرګونه لاریون کوونکي د پلازمینې ډهاکې په ۱۲۰ کيلومترۍ کې د برهان الدين ښار کې د سړکونو واټونو ته راوتلي و او د هغه هندو د اعدام غوښتنه يې کوله چې پر خپل فسبوک يې د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په اړه له سپکاوي ډک پوسټ نشر کړی و.

چارواکي وايي، هغه هندو چې د اسلام پرضد يې ليکنه خپره کړې وه د تيرې شنبې په ورځ د پوليسو له لوري نيول شوی دی.

د پوليسو او لاريونوالو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته شوی چې لاريون کوونکو پر پوليسو د ډبرو ګذارونه کړي او پوليسو هم اوښکې بهونکی ګاز، او ربړ ګولۍ کارولي دي.

دغه راز چارواکي وايي، پوليسو د ځان ساتنې لپاره پر مظاهرينو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي او تر پنځوسو زيات ټپيان شوي هم دي.

بنګله ديشي رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، په دغه مظاهره کې د شاوخوا لس پوليسو په شمول لس تنه ټپيان شوي دي.

د بهوله سيمې د روغتون یو تن ډاکټر طيب الرحمن رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه دغه روغتون ته دري څلويښت ټپيان وروړل شوي چې له ډلې يې د اوو تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.

ځايي سرچينې ليکي، ښايي د وژل شويو کسانو شمير له دې هم زيات شي ځکه چې ډيری کسان په مظاهره کې مرګوني ټپيان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button