ګډو ځواکونو په غزني او لوګر کې  د عملياتو پرمهال شپږ ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۹، دوشنبه)

د راپورونو له مخې، تيره شپه ګډو ځواکونو په غزني او لوګر ولايتونو کې عملیات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د غزني ځايي سرچينې وايي، دغه عمليات د غزني ګيرو ولسوالۍ په موسي خيلو سيمه کې شوي چې د پلټنو پر مهال يې د خلکو دروازې ماتې کړي، له کورونو يې قيمتي مالونه وړي او د (حاجي نور احمد او زين الدين) په نومونو دوه تنه ملکي وګړي يې وژلي دي.

دغه راز د لوګر خروار ولسوالۍ مربوط په مراڼيو سيمه کې يې هم خلکو ته مالي زيانونه اړولي او څلور تنه ملکي وګړي يې په ډزو سره وژلي دي.

طالبانو هم د يادو  پيښو پخلی کړی ، د ګډو ځواکونو ورته کړنې يې جنايت او وحشت بللی دی.

سیمه ييزې امنيتي سرچينې د ګډو ځواکونو عمليات تاييدوي خو ملکيانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

په وروستيو کې یو ځل بيا پر ملکي ميشت ځايونو د ګډو ځواکونو شپني عمليات او هوايي بريدونه زيات شوي چې د پوځي شنونکو په باور په قصدي ډول ملکيان په نښه کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button