د امريکا د کانګرس یوه پلاوي د ګډ حکومت له مشرانو سره کتلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۹، دوشنبه)

د راپورونو له مخې، پرون د امریکا د کانګرس د مشرۍ نانسي پلوسي په مشرۍ یو پلاوی په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

دغه پلاوي د ګډ حکومت له دواړو مشرانو اشرف غني، ډاکټر عبدالله او ځينو نورو چارواکو او د مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.

د پلوسي له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د کانګرس پلاوي په افغانستان کې د امنیت، حکومتولۍ او اقتصادي پرمختګ د ګډ حکومت له چارواکو سره غږيدلي زياتوي په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طالبانو سره د سولې مذاکراتو او د ولسمشريزو انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي.

پلوسي ويلي، هیواد يې هيڅکله نه غواړي چې افغانستان یو ځل بيا د ترورستي ډلو په ځاله بدل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاع وزير مارک اسپر هم پرون د يکشنبې په ورځ په یوه نا اعلان کړي سفر کابل ته راغلی او د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره يې د افغانستان د امنیتي وضعيت په اړه خبرې کړي.

د دفاع وزير کابل ته له روانيدو مخکې خبريالانو ته ويلي و چې هيواد يې غواړي طالبانو سره د یوه سياسي جوړجاړي له لارې د سولې هوکړې ته ورسيږي او په وينا يې چې هڅه کيږي څو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمير ۸۶۰۰ ته راکم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button