(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۲۹، دوشنبه)
له تيرو څو ورځو راهيسې د دايکندي ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ۵۰ په شاوخوا کې دولتي عسکر کلابند و چې د ځايي سرچینو په وينا یو شمير يې وژل شوي او ځينې نورو سره يې اړيکې پرې شوي چې ګومان کيږي د طالبانو منګولو ته به غورځيدلي وي.
د صديق الله افغان په نوم يوه ځايي خبريال په خپله فسبوک پاڼه ليکلي، په ګيزاب کې شاوخوا پنځوس تنه سرتيري له تيرو پنځلس ورځو راهيسې د طالبانو له خوا کلابند و، مرکزي حکومت يې هيڅ مرسته ونه کړه چې له ډلې يې یو شمير وژل شوي او يو شمير نور طالبانو ته تسلیم شوي دي.
نوموړی ليکي، د جګړې په ترڅ کې د ملي اردو د اووم کنډک قوماندان فريد اتل ټپي، اته کوماندويان وژل شوي او شپاړلس تنه عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالب وياند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، د ګيزاب سنګ شېخ دره په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې، طالبان ولسوالۍ ته نږدې شوي زياتوي د جګړې په ترڅ کې د يو قوماندان په شمول ۲۹ عسکر او پوليس وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پاته دي.
د احمدي په وينا، په دغه جګړه کې ګڼ شمير عسکر ټپيان شوي او په زیاته اندازه وسلې- مهمات او لس تنه عسکر هم طالبانو ژوندي نيولي دي.
د يادونې ده، چې طالبانو تيره ورځ هم په ګيزاب کې د څوارلس کومانډو عسکرو د وژل کيدو او ګڼ شمير نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی و.
















