(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳۰، سه شنبه)
امریکايي (اين بي سي نيوز) رسنۍ په يه راپور کې ويلي چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ايستلو لپاره احتمالي پلان جوړ کړی.
سرچينه کاږي، ښايي ټرمپ ناڅاپي ډول له دغه هيواده د ټولو امریکايي عسکرو د ايستلو امر وکړي نو پنټاګان به د ټرمپ امر ته لا له وړاندې چمتووالی بشپړ کړی وي.
سرچينې ته د پنټاګان چارواکو ويلي، دا پلان د دې لپاره دی چې هسې نه ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ايستلو لپاره یوازې څو اوونۍ وخت ورکړي.
د پنټاګان مامورین وايي، له سوريې څخه په ناڅاپي توګه د امریکايي ځواکونو د ايستلو کيسه د افغانستان لپاره یو ښه مثال کيدای شي چې دوی بايد له مخکې ورته چمتو وي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې هم په بار بار د عسکرو د ايستلو خبرې کړي زياتوي کله چې يې (په ټیکساس ايالت کې په خپله وينا کې د امریکايي عسکرو د ايستلو خبره مطرح کړه نو خلکو يې ډير استقبال او چکچکې وکړې).
ټرمپ په ۲۰۱۶م کال کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د را ايستلو ژمنه کړې وه او تازه لوړپوړي امریکايي چارواکي او د ټرمپ مشاورين وايي، چې ټرمپ ورته ويلي څو ټول امریکايي عسکر د ۲۰۲۰انتخاباتو مخکې له افغانستانه را وايستل شي.
که څه امریکايي چارواکي وايي، چې ټرمپ تر اوسه په دې اړه نهايي پریکړه نه ده کړې خو زياتوي له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کيدو وروسته د دې احتمال زيات دی چې نوموړی په یوه ناڅاپي امر د ټولو عسکرو د ايستلو امر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ نيويازک ټايمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ليکلي و چې امريکا له افغانستانه په کرار کرا د خپلو عسکرو د ايستلو لړۍ پيل کړې.
دغه راز جنرال ميلر هم یوې خبرې غونډې ته د دوو سوو امريکايي عسکرو د کموالي خبر ورکړی و.

















