کابل ټکی کام (دوشنبه، ٢٩ تله ، ۱۳۹۸ل)
طالبانو کندز ولایت کې د امریکايي او دولتي عسکرو په قطار د بریدونو ادعا کړې چې په وينا يې ګڼو بهرنيو او کورنيو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالب وياند «ذبیح الله مجاهد» هم په خپل ټويټر لیکلي: “نن سهار د’کندز امام صاحب ولسوالۍ تاشګذر، اسماعیل قشلاق او ملا افغان سیمو کې د امریکایي او غلام دښمن په عملیاتي قطار چاودنې او بریدونه وشول. ۴ ټانګونه ویجاړ، ګڼ شمیر اشغالګر اوکورني عسکرمړه او ټپیان شول.
دغه راز ۲نور امریکایي عسکر د نښه ویشتونکو مجاهدینو په بریدونو کې ووژل شول.”
دا پېښه پر داسې مهال رامنځ ته کيږي، يو ځل بيا د افغان سولې په تړاو د طالبانو او امريکایانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليزاد سفر او د جنرال ميلر له لوري د ۲۰۰۰ امريکايی عسکرو د وتلو خبر ، د خبرو د بيا پيل شونتيا زیاتوي.

















