کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ تله ، ۱۳۹۸ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې دی پر ایران برید ته تحریک شوی و، که دده پرځای بل څوک وای؛ دا هېواد به اوس نه وو.
هغه زیاته کړې، ټولو فکر کاوه چې که چېرته ټرمپ واک ته ورسېږي نو درېیمه نړیواله جګړه به پیل شي خو په وینا یې ایران ډېر له خپل حده واوښت خو امریکا پر هغوی یې برید ونه کړ چې دا د ده حوصله ښیي.
ټرمپ زیاته کړې، دی واقعاً پر ایران برید ته تحریک شوی و او په خبره یې که چېرته د ده پر ځای بل څوک وای ایران یې روغ نه پرېښود.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکایي عسکر د څه لپاره سعودي ته استول شوي دي، وویل، سعودي د دې پوځیانو لپاره پیسې ورکړې دي.
هغه زیاته کړې، سعودي له پیسو پرته بل هیڅ هم نه لري او هغوی د امریکایي سرتېرو په بدل کې دوی ته نغدې پیسې ورکوي.
هغه ویلي، که چېرته دا هېواد د پیسو په بدل کې نورو سرتېرو ته هم اړتیا ولري، دی یې وراستولو ته چمتو دی.
داپه داسې حال کې ده چې د واشنګټن او تهران اړیکې لاهم ترینګلې دي، او یاد دواړه قدرتونه یو بل ته دګواښونو او حتی د نظامي اقدام تر بریده رسېدلي؛ خو تراوسه یې کوم ښکاره اقدام نه دی تر سره کړی.

















