شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د طالبانو بريالۍ تفرېحي جګړه.!

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 23, 2019
کټګوریانې: افغانستان, مقالې, مهم
0
42
ځلې شریک شوی
194
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

محسن پکتين
سياحت يا تفريح د انسان په ژوند او د اسلام په دين کې د پام وړ ځای لري، ټول ملتونه يې پر اهميت قائل او پرې پوهېږي، په اسلام کې چې يې مېتود او اسلوب جهاد ګرځول شوی خورا له خوبيو او ګڼ شمېر ګټو ډکه ده، ياني د اسلامي سياحت او تفريح په همدې يوه چاره کې د جهاد ټولي ګټي نغښتې دي، له دې ور هاخوا بدني او اروايي روغتيا، د لېدلو او نالېدلو سيمو سيلونه، يويزه او ډله اېزه ځواک ښودنه او…ټولي هغه ګټي هم راټولوي چې نور ملتونه يې په ساتېرۍ، فزېکي خوځښتونو او بېلابېلو لارو چارو کې لټوي.
د اسلام، مسلمانو ملتونو او اسلامي ارزښتونو دښمنانو زموږ د دې ځانګړې او ګټوري تفرېحي چاري له منځه وړلو او پرې د نه توانېدو په صورت کې د پېکه ښودلو ډېري هڅې او دسيسې په کار واچولې، له لومړي سره يې د کرکټ پر نوم يوه خورا بې ګټي، فزيکي او رواني ستړې کونکې او د يو انسان او بيا مسلمان لپاره له زيانونو ډکه نړيواله تفرېحي لوبه رامنځته کړه، ترڅو پرې له جهاده زموږ د ځوانانو پام واړوي، دا حربه يې دومره پر چل او چالاکۍپلی کړه چې راپيل يې له خپلو هېوادونو خو د هغې پراختيا، پرمختګ او ښې ودې ته يې زيات کار او پاملرنه پر اسلامي نړۍ کې وکړه.
نوري حربې لکه ځيني واکسېنونه، ګټندويه بنسټونه، ښوونيزي او صحي مرستي، د ابادۍ او بيا رغوني په نوم هڅي پڅي او… خو يې همدلته پيل او همدلته وده کوي، چې واکسين يې په نوي مسلمان نسل کې د غيرت او مروت مادې وژل، فزېکي نشاط له منځه وړل او ورسره د نفسي غرېزو پياوړي کول دي، پاتي نور يې زموږ پر فرهنګ، فکر او اېډيالوژۍ د بريد لپاره د ټولني منځ ته ځان را رسولو، دلته نفوذ پيدا کولو او د ياد بريد لپاره د لازمو تدابېرو نېولو په موخه و او د هغه له ترسره کېدو وروسته زموږ پر فرهنګ، فکر او اېډياوژۍ د بشپړي برلاسۍ په موخه دوام لري، نو له همدې امله که څه هم نړيوال نوم ور کول کېږي، خو په کفري هېوادونو کې بېخي شته نه ياهم د تبليغاتي وسيلې په توګه د نشت برابر.
کرکټ به پر ښکاره چاته د جهاد له ګڼو ګټو يواځي د هغه د تفريحي اړخ مقابل مالومېږي، خو غربيانو له هغه څخه په ترلاسه کړيو تجربو سر بېره د خپلي پوهي تر وروستي بريده دا لوبه داسي پلان کړې او را وارېده کړې چې د جهاد له ټولو اړخونو د مسلمان نوي کول پام اړلو وړتيا ولري او دغه اړتيايې پوره کولای شي، همدا لامل دی چې پراخ تبليغاتي پوښښ ور کوي، هرډول اسانتياوي يې برابروي، د نړيوالي کچي پر سياليو او سترو پروګرامونو يې لمانځي، ګټونکي يې په نړيواله لوړه جائزه تطميع کوي او…
او بيا يې ورسره نور ستړي کونکي سپورټي پروګرامونه رامنځته کړي ترڅو په کرکټ کې شته ځيني نېمګړتياوي پوره کړي، دا هرڅه يواځي دغې لوبي ته زموږ د ځوان کول د جلب او هڅوني په موخه ترسره کېږي ترڅو ځوانان مو هغې ته مخ او جهاد ته شا کړي، نور هېڅ انګېزه او د پام وړ ګټه نلري.
خو له نېکه مرغه چې د دوی دغه حربې په پرلپسې ډول يو پر بلي پسې له ناکامۍ سره مخ شوې، نه واکسېنونو کار ورکړ، نه ګټندويه بنسټونو، نه يې ښوونېزو، صحي او رغنيزو غورځو پرځو په درد وخوړه او نه هم د افغان مجاهد ولس ځوان او تاند قشر د جهاد پر وړاندې رامنځته شوې د کرکټ لوبي او سپورټي برنامو ته کومه پاملرنه وکړه، بلکې لا دغه ټولي دسيسې يې سرچپه او د ځان پر ګټه وڅرخولې.
زموږ ځوان او مجاهد کول چې جهاد د تفريح ترڅنګ د ژوند د ټولو او هر اړخېزو ګټو د يوې مذهبي جامعې تګلاري په توګه مني، د هېواد له اشغال او دلته د جهاد لړۍ توندېدلو سره سم يې خپلو شته خوښيو او تفريحي چارو ته لا هم شا او د جهاد سنګرونو ته يې په ټوله مېنه او خوښۍ ور مخه کړه چې اوس پر دې حقيقت خپله د اسلام دښمنو سرخېل هم اعتراف لري.
کابو اونۍ وړاندې ټرمپ يوې خبري غونډي ته چې لوی شمېر چارواکې يې هم پکي کېنولي و؛ و ويل لکه موږ (امرېکايان) د فوټبال لوبي ته د تفريح په سترګه ګورو طالبان (زموږ پر وړاندې) جګړې ته د يوې تفرېحي لوبي په سترګه ګوري.
سره له دې چې نوموړی سخت دروغجن او هر څوک يې پېژني خو دايي بېخي رښتيا وويل (صدق والله انه لَکذوب)، د هغه دا څرګندوني په ځان کې ډېر پيغامونه لري، لکه په خپله د جګړې بايلنې، د مجاهد ولس بشپړي بريا او ميدان ګټني، څه کم ۱۵پېړۍ ورسته لاهم پر دېني بنسټونو زموږ د ولاړې، د طالبانو د نبوي ارشاداتو او د خير القرون خلافتونو په رښتونې توګه ژوندي تمثيل او د هغو په دې تفريحي جګړه کې د امرېکا د رول تر څنګ د طالبانو د بريالي حيثيت ښودني پيغام.
له خپل فوټبال سره د طالبانو د جګړې تشبيه او ورته بلل ګڼي استعارې لري، فوټبال کې يو لوری هغه بل ته پر ټول توان توپ اړوي، کله پرې هغه ښه پر زور ولي، ګټونکی زيات او کره وېشتونکی وي، پر لوړ مورال لوبېږي، پر پراخو چکچکو يې وار بدرګه کېږي، مخ پر وړاندې ځي او ټاکلې موخي لاس ته راوړي، له خپلي لوبي زيات خوښ او د بيا بيا ځلي لپاره ورته پوره تيار وي او… د طالبانو د بريالۍ تفرېحي جګړې هم دا انځور او منظر دی، سرچپه د سيال لوری يې نه وېشتل برابر ځي، نه د لوبي روحيه لري، نه څوک پرې غوږ ګروي، نه پر وړاندې تللی او موخه تر لاسه کولی شي او نه خپلي لوبي ته زړه لري بلکي لازيات زيان او ټيټ سترګي پکې ويني او ترې د ځان اېستلو پر لټه وي.
ټرمپ په دې سربېره چارواکي مخاطب کړي او زياته کړې يې ده چې که غواړئ په جګړه کې د افغانانو زور مالوم کړئ، نو له روسيې يې و پوښتئ، له دې مخکې يې هم يوې کمپايني غونډي ته ويلي و چې افغانانو له شوروي څخه روسيه جوړه کړه، دا به پرېږدو چې هغه يواځي روسيه ولي يادوي، دا به و وايو چې هغه ولي خپله اوسنۍ ماتې شاته او د روسيې پخوانۍ هغه رامخکې کوي، د ځان پر وړاندې لويې بريا سربېره د افغانانو بريا وي د روسيې پر وړاندې پر وړه بريا بېلګه کوي.
له بل لوري مخکي له دې چې پر روان برخليک اخته شي طالبانو په کراتو مراتو سر ور خلاص کړی چې له شوروي څخه عبرت واخلئ کنه د هغه پر برخليک به اخته کېږئ، نو اوس که هغه تر شوروي په ابتر حالت کې خپله دغه وايي نو له ځان پرته چاته وايي؟! او بيا۱۹کاله له وخت وروسته هغه هم له داسي دښمن (طالبانو) څخه پر نقل چې دا۱۹کاله يې هم سر ناخلاصي ته دغه تلقين ورکاوه، هم يې ډغره ورسره وهله، هم يې په دې موده کې تر شوروي پر ابتر برخليک اخته کړ او هم يې اخېر د ټرمپ پر ضمني اعتراف ترې په۱۹کلنه ډغره کې د ډګر ګټني وياړ خپل کړی، نو همدې دوو نکتو ته پر کتو هغه بايد داسي ويلي وای چې که په جګړه کې د افغانانو زور نه و/نه وي درمالوم نو د تر ټولو ستر اشر پر وړاندې دغه۱۹کلنه جګړه يې وپوښتئ، خو چې ويې نه ويل همدا د پوښتني ځای دی.

لوی ټکي: امريکاتفريحيجګړهدطالبانو
مخکینې مطلب

دامریکا دفاع وزیر: لنډه موده کې به له عراق څخه هم خپل ځواکونه وباسو

بل مطلب

صلاح الدين رباني له خپلې دندې استعفا ورکړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
افغانستان

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com