ښځه په غربي نړۍکې!!

لیکنه اوڅېړنه: ځوان فیلسوف

وَالْمُحْصَنٰتُ مِنَ النِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُمْ ۖ كِتٰبَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسٰفِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا·
ژباړه
او هغه ښځې هم پر تاسې حرامې دي چې د كوم بل چا په نكاح کې وي (محصنات).
البته هغه ښځې له دې څخه مستثنا دي چې (په جنګ کې) په لاس درغلي وي.
دا د الله هغه قانون دى چې پر تاسې یې اطاعت لازم کړای شوی دى؛ له دې پرته چې نورې څومره ښځې دي، تاسې ته د خپلو مالونو په وسيله د هغو په لاس راوړل روا کړای شوي دي، په دې شرط چي د نكاح په چوكاټ کې یې راولئ؛ نه دا چې په ازادي شهوت رانۍ لاس پورې کړئ. نو بيا كله چي له هغو څخه د ازدواجي ژوندانه خوند واخلئ، د هغه په بدل کي ورته په فرضي ډول مَهر ورکړئ، البته د مَهر له قرارداد څخه وروسته كه د دواړو خواو په خوښه، ستاسې په منځ کې څه كمول یا زياتول راشي، نو څه باك یې نشته. الله پوه او د حكمت څښتن دى.

ښځه د یوې ټولنې هغه هستي ده چې نشتون یې د نړۍ د بې ثباتۍ او د نسلونو د پای په مانا دی، اسلام ښځه د نر او نر د ښځې لپاره پرده بللي دي او ټینګار یې کړی چې ښځې ته د اسلام هغه حقوق ورکړل شي کوم چې یې ستر څښتن او خالق د فطرتي خقلت پر اساس ورکړي دي.

ښځه په بېلابېلو ټولنو کې په جلا-جلا حیثیتونو پېژندل کیږي، یا خو ښځه د شهواني قوې د اشباع لپاره کارول کیږي او یا هم د معاصرې نړۍ د نړیوال تجارت د مارکېټینګ لپاره ترې د اشتهار په ډول کار اخیستل کیږي.

پر افغانستان د غربي ښکېلاکګرو له یرغل وروسته په زرګونو داسې مؤسسې تاسیس شوې چې زیات تمرکز یې د ښځو د حقوقو په برخه وو، بې شمېره مالي لګښتونه، د بهرنیو هېوادونو ملاتړ او د رسنیو پرمټ د ښځو د حقوقو د مساواتو نعرې هغه څه دي چې له اتلس کلن ښکېلاک تردې دمه یې بازار ښه تود دی.
دا چې همدغو درواغجنو مدافعانو په خپلو ټولنو کې ښځو ته کوم حقوق ورکړي، راځئ پدغو لنډو کې یې ولولئ.

ټایم ټولنیزه رسنۍ چې وخت ناوخت د صحت او نورو مسائلو په اړه مقالې خپروي، د یوې مقالې په سریزه کې لیکلي او زیاتوي چې: په امریکا کې په هرو شپاړسو/16 کې یوه یې د جنسي تیري ښکار ده، دا په داسې حال کې ده چې په غربي نړۍ کې د ایډیز یا(HIV چې یوه ناعلاجه ناروغی ده) ګراف د هر یوه ساعت په تېرېدو زیاتیږي، د ملګرو ملتونو د یوه راپور پر اساس چې پدغو هېوادونو کې د جنسي تېریو د پېښو اصلي متضررې هغه پېغلي دي چې نوې د بلوغ مرحلې ته رسېدلي وي، چې د وخت په تېرېدو د ذهني توازن له کرکېچ سره مخ کیږي او په قربانیانو کې د رواني ناروغیو چې په ځان وژنې پای مومي قرباني شوي دي.

له یوه اړخه که څه هم په غربي نړۍ کې له ښځو د شهواني قوې د اشباع لپاره کار اخیستل کیږي، له بل پلوه په غربي نړۍ کې د ښځو حیثیت د اشتهار یا په عصري اصطلاح د مارکېټینګ تر حده لوېدلای دی. د غربي نړۍ له ټولنیزو یا هم د نر او ښځې د حقوقو مساوات بیا داسې هم دي چې ښځه او مېړه هر یو یې په فر دي ډول د خپل ژوند د پرمخ بېولو مسوؤلیت لري، پداسې حال کې چې د اسلام سپېڅلي دین پر نر د ښځې لپاره د هغې د سرپناه، پوښاک، خوړو او داسې نورو مسوؤل مېړه دی، خو په غربي نړۍ کې دې ته ورته حقوق نشته.

په غربی نړۍ کې د ښځو د محکومیت څو جالب او شرموونکي حقایق!!

۱- په غرب کې هر کال 15 ملیونه پېغلې چې عمرونه یې د ۱۹-۱۵ کلونو ترمنځ دي د جنسي تیري ښکار ګرځي.

۲- په اروپا کې له %45-%55 سلنو ښځو په خپل ژوند کې د جنسي تیري ښکار شوي دي.

۳- په ټوله او بیا غربي نړۍ کې %71 سلنه ښځې د زور زیاتي ښکار دي.

۴- په غربي نړۍ کې له هرو څلور درې ښځې د جنسي قوې د اشباع لپاره پلورل کیږي.

۵- په غربي نړۍ کې 650 ملیونه هغه انجونې واده شوي چې عمرونه یې د واده کولو له حده کم دي.

۶- په غربي نړۍ کې په هرو 2 ښځو کې یوه یې د کورنۍ له لورې وژل شوې ده، دا سروې په 2012 کې شوې ده چې د هر کال په زیاتېدو یې ډېرښت موندلای دی.

۷- په غربي نړۍ کې په هرو څلورو قضایي چارو کې درې یې د نارینوو په حق کې شوي او یوه یې د ښځې په حق کې.

داسې ډېرې نیمګړتیاوې او کذب د غرب په قاموس کې شته، خو هغوی چې د غربي نړۍ همدا محدود درواغ هم ولولئ، بسنه ورته کوي، همدا د غربي نړۍ تمدن او اصلي څېره ده.

مربوطه مطالب

Back to top button