د مسلمه اُمت په زړونو کې د ثالث عمر رحمه الله مقام!!

(يوه خاطره!)

غورځنګ

د پاکستان له يوه اوسېدونکي مې سره مې د يوه چا په توسط لږ وډېر روابط پيدا شول، له څو ورځو ورتګ او ملګرتيا وروسته يې د افغانستان د حالاتو په اړه راڅه پوښتنې پيل کړې نو ما هم د خپلې پوهې مطابق ځواب ورته وايه، خو اخر بحث پر دې راغی چې امريکا ولې پر افغانستان باندې بريد وکړ؟؟

دواړو پرې ښه ګرم بحث روان کړی و، د بحث په نيمايي کې ما ورته وويل چې امريکا خو پر افغانستان هسې هم حمله کوله خو پاکستان پکې هسې ځان بدنام کړ، ده راته وويل: چې ولې؟؟ ما ورته وويل: ځکه چې دا دی اوس امریکا د ماتې په درشل ولاړه ده او نږدې ده چې يو ناڅاپه خپل ټول عسکر وباسي او سهار چې افغانان راپاڅېږي نو امريکايان به ټول له افغانستان څخه وتلي وي، د افغانستان نوم به تل په تاریخ کې په زرينو کرښو وليکل شي، او د ټولې کفري نړۍ د ماتې وياړ به يوازې او يوازې افغانستان ته ورله غاړې وي، خو د پاکستان پر نوم به د تاريخ په پاڼو کې تل دا تور داغ لګېدلی وي چې د افغانستان د ولس پر خلاف يې امريکا ته اډې ورکړې، افغانستان باندې چې کله امريکايي جازونو بمبار کولو نو د پاکستان له اسلامي خاورې څخه به يې پروازونه کول، د افغانانو وينې چې تويېدلې، له پاکستان څخه به د دغو پاکو وينو د بهېدلو ارډر ورکول کېده، نو که پاکستان له دې وروسته هر څومره غيرتمن هېواد شي، دغه تور او د بې غيرتۍ داغ به ورپورې تړلی وي.

نو ده راته وويل: چې مونږ نو څه لرو؟؟

زمونږ واکمن خو د دې پر ځای چې د امريکا پر خلاف له خپل مسلمان ورور هېواد افغانستان سره ودرېږي؛ له امريکا سره د خپل ځان له وېرې ودرېده.

او تاسو افغانان خو ځکه بايد افتخار وکړئ! چې د ثالث عمر رحمه الله په څېر د قدر وړ او نړيواله څېره مو درلودله او دی رحمه الله داسې شخصيت وو چې ټولو عربو او عجمو حقيقي مسلمانانو ورته درناوی درلودلو او ان تر دې چې زیاترو مسلمانانو ورسره بيعت کړی وو.

بيا يې پسې اوږده کړه چې زمونږ واکمن خو اوس پخپله په پاکستان کې هم په بد نوم يادېږي،او ان الله ج هم په دنيا کې عذاب ترې اخلي چې اوس دا دی د نړۍ په تر ټولو بد ترين مرض اخته دی، نه يې امريکايان مرض ښه کولی شي، نه هم درد ورڅخه اخيستلی شي او نه هم اوس ورته امريکا په کار راتلی شي. په اخرت کې خو به الله ج ورسره د دوزخي معامله کوي، مګر ستاسو امير دنيا هم يووړه او اخرت هم، په دنيا کې ورته ټول مسلمانان احترام لري له نوم سره يې په يوه خوله  رحمه الله وايي.

بیا يې وويل: چې تاسو کامياب ياست! ځکه چې معنويات مو وساتل مګر موږ ناکام يو! ځکه چې د مادياتو د ساتلو په پار مو امريکا ته اډې ورکړې، موږ سوچ وکړ چې ملک به وساتو خو نه ملک وساتل شو او نه مو اسلام.

دا هر څه خو پر ځای پرېږده چې د مادياتو د ساتلو په پار خو بل دنيوي او اُخروي پېغور پر خپل تندي ولګاوه، چې هغه د يوې مسلمانې غيرتي خور (عافيې صديقي) کافرانو ته سپارل وو؛ چې دا به زمونږ پر تندي هم دنيوي او هم اُخروي پېغور وي.

خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ چې موږ خو له انډيا څخه د کشمير ګټل د امریکا په غېږه کې لټول غوښتل، او په دې کې مو دوه تاوانونه وکړل، يو مو د افغانانو زړونه امريکا ته د اډو ورکولو له امله له لاسه ورکړل او بل تاوان مو دا دی اوس وکړ چې کشمير راڅخه په پوره زور او سپين سترګۍ هندوستان ونيو، اوس چې امريکا او ملل متحد ته هر څه عذر او زارۍ کوو او خپل خدمتونه ورته ياد کړو، نو خبرو ته مو هېڅ اعتنا نه کوي. بلکې زمونږ په خلاف د هندوستان ملاتړ کوي.

په پای کې يې وويل چې زه په دې سخت خفه يم چې کاش يو ځل مې ستاسو امير رحمه الله په خپلو سترګو ليدلی وای!!

نو د ده له خبرو څخه مې معلومه کړه، چې زموږ بزرګ رهبر (ثالث عمر رحمه الله) د ټول مسلمه امت په زړونو کې ځای درلودلو او ارمان يې کوي چې کاش چې یو ځل يې په ديدار مشرف شوي وای!

مربوطه مطالب

Back to top button