يو جرمني‌‌ شرکت د الوتونکي ټکسي‌ موټر بريالۍ ازموينه وکړه

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ١ لړم ،١٣٩٨ل)

د یو جرمني موټر جوړونکي‌ شرکت لخوا جوړ شو‌ي الوتونکي‌ ټکسي‌، چې عمودي شکل لري، د الوتنې او سپرلۍ وړلو توان هم لري،‌ لومړنی‌ ازمایښتي الوت په بریالیتوب ترسره کړ.

د جرمني‌ مرکز مونيخ کې واقع د “لیلیوم” په نوم شرکت ويلي‌ دي، چې د جوړ کړي‌ الوتونکي ټکسي لومړني‌ ازمایښتونه يې په بریالیتوب سره سرته ورسیدل.

یاد‌ شرکت دغه راز ویلي‌ دي‌ چې دا الوتونکی ټکسي موټر‌ د پنځو تنو سپرليو د وړلو ظرفیت لري او په ټوليز ډول برښنايي دي. په ‌ ازمایښتي الوت کې دې ټکسي‌ په ساعت کې سل کیلومتره واټن وواهه.

د ياد‌ شرکت وينا ده چې ددې ډول ټیکسي موټرو‌ ته د ودې او پرمختګ چارې دوام لري‌ او په پام کې ده‌ چې تر ۲۰۲۵م پورې د جرمني‌ په لویو ښارونو کې فعالیت پيل وکړي.

او د ټيکسي‌ امتحاني پړاو يې په برياليتوب سره سرته رسیدلی دی چې‌ موږ يې د تولید د ظرفیت لوړولو ته هڅولي يو.

د شرکت وينا ده چې اوس ۳۵۰ تنه کارکوونکي‌ لري‌؛ خو پام کې لري د مونیخ ښار په شاوخوا کې دوهمه فابریکه هم پرانيزي او د کارکوونکو تعداد ۵۰۰ تنو ته لوړ کړي.

شرکت دعوه لري چې د پوره فعالیت او الوتنې ته د چمتو کیدو پورې به د ياد ټکسي موټر سرعت په يو‌ ساعت کې ۳۰۰ کیلومتره واټن ته لوړ کړی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button