کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ لړم ، ۱۳۹۸ل)
د کانونو او پطرولیم سرپرستې وزیرې نرګس نهان دځینې داخلي اختلافاتو له امله خپله دنده پریښې او استعفا ورکړې چې استعفا یې منل شوې ده.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې اوس مهال تخنیکي مرستیال عنایت الله مهمند د سرپرست وزیر په توګه د وزارت چارې پرمخ وړي.
نرګس نهان داسې مهال استعفا کوي چې تېره ورځ دبهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم دحکومت له مشرانو سره دداخلي مشکلاتو له امله استعفا ورکړه، او زیاته یې کړه چې خپلو خلکوته به له نورو لارو خدمت وکړي.
شنونکي وایي، وروستۍ استعفاګانې له ځان سره یو مبهم عاقبت لري، یوې خوا ددولت داخلي مشکلات، دټاکنو بر پایلو کړکېچ، دبهرنۍ پالیسۍ ضعف او طالبانو سره په سیاسي او نظامي میدان کې سخت تقابل هغه څه دي چې ګډ حکومت یې له سختو کمزوریو سره مخ کړی دی.
















