کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ لړم ، ۱۳۹۸ل)
دننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې ورته د داعشي ملېشو ۷۲ غړي تسلیم شوي چې ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان هم په کې دي.
چارواکي زیاتوي، دې ډله کې درې مېرمنې او درې سړي اردني او يو مېرمن او يو سړی د پاکستان اوسېدونکي دي.
نن يوې رسنيزې غونډه کې د ۷۲ داعش ډلې غړو له شمېره ۱۸ نارينه رسنيو ته وښودل شول، خو هغه ۱۹ مېرمنې او ۳۵ ماشومان د خبريالانو مخې ته رانه وړل شول چې چارواکي وايي، د داعش د دې تسلیم شويو وسله والو د کورنۍ غړي دي.
دا داعشي وسله وال داسې مهال حکومتي لوري ته پناه ور وړي چې دطالب قطعاتو له لوري سخت ځپل شوي، او نږدې ورځو کې به طالبان دیاد ولایت دتصفیې اعلان وکړي.
تردې وړاندې هم حکومتي لوري داعشي جګړه ماران دطالبانو له سختو محاصرو ژغورلي و، تېرکال دجوزجان په درزاب ولسوالۍ کې ګڼ شمیر داعشیان دطالبانو له محاصرې داسې مهال وژغورل شول چې نږدې وو ټول نیول شوي وای.
غوڅ اکثریت افغانان ادعا کوي چې داعشي ملېشې دامریکا او حکومت له لوري تپل شوې وروستۍ حربه ده، ددوی په وینا، امریکا غواړي دیادو ملېشو په توسط دطالبانو دفتوحاتو مخنیوی اوخپل موجودیت ته زمینه برابره کړي.
















