پښتو ګرامر، دریم درس!!

لیکونکی او راټولوونکی : امین وردګ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمين ، والصلة ، و السلام على محمدٍ ، و على آله و اصحابه اجمعين.

يې (ي) :

یې په پنځه قسمه ده :

څرګنده (ي)

نرمه (ى)

مؤنثه (ښځينه) (ۍ)

د جمعې (ئ)

اوږده (ې)

څرګنده (ي) هغې يې ته ويل کيږي : چې [څنګ پر څنګ] دوه ټکي ولري ؛ لکه ((ي)) ؛ دا هغه يې ده چې ماقبل (مخکينى) تورى يې ثقيل (سخت) (زېر/کسره/جر) و لري؛ دغه (ي) هم په اسماوو کې راځي او هم په افعالو کې، لکه :

(ښکلي،ناکام شوي،نازولي،ښاغلي،پلي،تللي،غلي،راغلي بریالي شوي…)

يا که په لنډ ډول ووایو هغه نومونه چې په نرمه يې پای ته رسېدلي وي، په څرګنده يې جمع کېږي، لکه: سړي، زمري، منګي، لرګي، زلمي او…

نرمه (ى):

نرمه يې هغه يې ده ؛ چې هېڅ ټکى و نه لري، ماقبل (مخينى) تورى يې (زور /زورکي / فتحې / نصب) واله وي.

دغه (ی) هم په اسماوو کې راځي او هم په افعالو کې ؛ لکه :

(پسرلى،اوړى،منى،ژمى،ګړى،لرګى،پيرکى،ماهى،رى،شى،قى، وړوکی،وى)

مؤنثه (ښځينه) (ۍ):

دغې (ۍ) ته لکۍ لرونکې يې هم ويل کيږي ، دا هغه (ۍ) ده چې ماقبل (مخکينى) تورى يې (زور/زورکي/فتحه/نصب) لرونکی وي ، په آخر د اسم کې ((لکۍ)) غواړي، فقط په مؤنثو اسماوو کې راځي ! لکه :

(هګۍ،مردکۍ، ګلمکۍ،پۍ،نرۍ،مۍ،ممۍ)

د جمعې (ئ):

دې (ئ) ته د فعل يې هم ويل کيږي؛ دا هغه يې ده چې د لکۍ لرونکې يې په توګه تلفظ کيږي ؛ فرق يې يوازې په دې کې دى: چې (ۍ) په اسماوو کې راځي او (ئ) په افعالو کې لکه :

(راشئ! راځئ؟ مه راځئ! ښه يئ؟ پراته يئ؟ ځئ او که نه ځئ؟)

اوږده (ې):

دا هغه (ې) ده چې سر په سر دوه ټکي ولري او هلته راځي؛ چې ماقبل (مخکينى) تورى يې اوږد (زېر/کسره/جر) ولري، هم په اسماوو کې راځي او هم په افعالو کې؛ لکه: (اې! شپې،مېلې،مېلمنې،مڼې،خوږې،راځې؟ وړې،کيلې، شیدې خورې؟ ) يا هم په د هغو ښځينه نومونو په پای کې هم راځي کوم چې مفرد يې په زور (ه) پای ته رسېدلي وي، لکه: مڼې، ښځې، لمبې، کڼې، زړې او نور.

نور بیا… دا لړۍ دوام لري ان شاءالله ، د هرې جمعې مبارکې په ورځ یې له (کابل ټکی کام) څخه په تمه اوسئ!

مربوطه مطالب

Back to top button