ینس سټولټنبرګ: که طالب او امریکایي مرکچیان بیا ځل خبرې کوي؛ هرکلی یې کوو

کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

دناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې دويمه ورځ نن په بروکسل کې جوړه شوه چې دافغانستان په اړه پکې تفصیلي بحثونه وشول.

دې غونډه کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ دطالب او امریکایي مرکچیانو تر منځ په ټپه ولاړو خبرو بیا پیل ته خوشبیني وښودله.

سټولتنبرګ وویل، ناټو د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې له خبرو ملاتړ کړی او زياتوي که چېرې دا خبرې بيا پيل شي هم دا سازمان يې هرکلی کوي.

سټولټنبرګ زیاتوي، د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره طالبان بايد خپلې جګړې کمې کړي او بايد وښيي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمولو لپاره ريښتينې اراده لري.

تر دې وړاندې هم ناټو دطالبانو او امریکا ترمنځ د بیاځل مذاکراتو پیل غوښتی وو، او روانه جګړه یې یواځې له سیاسي لارو چارو دحل وړ بللې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button