کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
لبنان کې دا داري فساد پر ضد پيل شوي لاريونونه نن په نهمه ورځ هم روان دي، چې نن جمعه په کې د امنیتي ځواکونو او حزب الله ډلې د وسلوالو ترمنځ نښتې هم شوي دي.
د لاریون کوونکو او حزب الله ګوند د پلويانو لخوا نښتې نن د جمعې په ورځ د بیروت په مرکزي څلور لارې کې پیل شوې ، چې وروسته د لبنان د امنیتي ځواکونو او د حزب الله ګوند د ګوریلا مليشو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.
د “العربیه” د خبریالانو د راپورونو له مخې چې د حزب الله شعيه وسلوال ګوند پلویانو د حسن نصرالله د وفادارۍ د شعارونو په ورکولو سره د لاریون کونکو منځ ته ننوتل او د بیروت په مرکزي چوک کې يې له امنيتې ځواکونو سره نېښتې وکړې، چې څو شيبې روانې وي، د لاریون والو لخوا په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي او لاريون کوونکي د لبنان په مرکز بیروت کې د شهیدانو څلورلارې ته ننوتلې.
د “العربيه” تلويزون د راپور په اساس د لبنان امنیتي ځواکونو په بیروت ښار کې د نښتو پر مهال د حزب الله ګوند يوشمير پلویان نيولي ، راپورونه وايې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ په دې نښتو کې د تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي؛ خو دقيق مالومات يې نشته.


















